د ښاغلي غني د پام وړ: د سولې شورا بنسټي رغونه اړينه ده

دېته بايد صالح او ثالث بالخيرخلک وټاکل شي نه سرزوري او ګوتڅنډونکي

ښاغليه،
سوله ښه خبره ده او بايد هر اړخيز کار ورته وشي. د دې لپاره چې د سولې شوری سوله ييزې هڅې لا ښې او ګړندۍ شي، نو بنسټي رغونه يې اړينه ده. داسې نېک او درېيمګړي ورته وګومارل شي چې له روح و روانه يې د لويي (تکبر) او ګواښنو بوي راخېژي. د هسې بېځايه له کاذب جهادي شهرته مشهور شوی او د واک پر ګدۍ ناست وي. جهادي مخينه يې هم له يو لړ ستونزو سره مخ وي، نو داسې کسان ګومارل به سولې ته کومه ګټه ونه رسوي.

د بېلګې په توګه زموږ له ننګرهاره داسې يو تن چې نوم يې د سولې شوری تر چتر لاندې په بهرنيو سفرونو کې تر سترګو کيږي چې هغه خپله د د ستونزو د حل پر ځای د ستونزو زېږنده ده. ديني يا اسلامي پوهاوی او جهادي مخينه يې هم راته تر پوښتنې لاندې ده. له حکومتي واکه ناوړه ګټې اخېستنې له پلوه هم پاک نه ښکاري. لا تر اوسه يې سمه توبه د نصوحا ايستلې هم نه ده. هغه کسان چې د سولې شوری په استازيتوب کورنيو او بهرنيو سفرونو، مرکو او جرګو ته ټاکل کيږي د جهادي مخينې پرځای بايد ښه اخلاقي مخينه او تزکية النفس لري. نه پاکې سپينې اوتو کړې جامې او پر شامپو پريمينځل شوې ږيره. باطني تزکيه به له ظاهري ښکلا ډېر ارزښتمن وي.