په کابل ښار کې له دفتر، کور، مارکېټ او هټۍ څخه؛ پوليس او د ښاروالۍ مامورين دوه ځلې پيسې اخلي

په کابل ښار کې له دفتر، کور، مارکېټ او هټۍ څخه؛ پوليس او د ښاروالۍ مامورين دوه ځلې پيسې اخلي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
کابل کې د جنګ ځپلي افغانستان پلازمېنه ده. دلته د نورو ولايتونو په پرتله وګړي ډېر، پرمختګ شوی، لوړې ادارې شتون لري او خلک په کې کار او بار ډېر بوخت دي. په کابل ښار کې د پورته يادو پرمختګونو سره په څنګ کې، په ګڼ شمېر ناخوالې هم شتون لري.

دا چې کابل د هېواد پلازمېنه ده، نو د نورو ولايتونو څخه پانګوال او کارکوونکي دلته راځي؛ پانګونه او مزدوري کوي. په دې ښار کې پوليس او د ښاروالۍ کارمندان هم بوخت دي. دوی له نورو رسمي چارو سره يوځای، نامشروع چارې او قانون ماتونې هم کوي، چې يوه يې د ځمکو او کورونو له څښتانانو او اوسېدونکو څخه په مختلفو بهانو د پيسو اخېستل دي.

هر کله چې يو کس په کابل ښار کې کور، مارکېټ، هټۍ او يا دفتر جوړوې، نو د ښار جوړنې وزارت، کابل ښاروالۍ او يو شمېر امنيتي ادارو په دفترونو کې به شپې او ورځې سبا کوي، ترڅو پر خپل مالکيت کار وکړي. يو خو هغه رسمي او قانوني پروسېجر دی، چې د ښاري ماسټر پلان اړوند په ټولو ښاريانو باندې پلی کيږي. په ماسټر پلان کې د ښار سړکونه، د اوسېدو او سوداګرۍ سيمې، دولتي ځمکې او نورو اړين مسايل په پام کې نېول کيږي او وروسته د کار کولو او نوې ودانۍ د جوړلو اجازه ورکول کيږي.

که يو کس پورته رسمي بهير په قانوني ډول سره تر سره کړی وي، خو چې ترڅو يې يو څه اندازه پيسې اړونده مامورين ته نه وي ورکړي، نو نور کالونو پوری به پر خپل مالکيت پسې سرګردانه وي او هره ورځ به ورته نوې ستونزې او خنډونه جوړيږي.

د ښار جوړنې وزارت او کابل ښاروالي تر يو شمېر مامورين تر هغه د نوې ودانۍ د جوړولو اجازه نه ورکوي، ترڅو چې يې دوی ته د شيرينې په نوم نومول شوی رشوت نه وي ورکړی. دغه مامورين د بې نقشې ځمکې، د څو منزلونو د بنديز، په کاري ساحه کې د کور او د کور په ساحه کې د کاري ځای او ورته نورو بهانو له لارې ستونزې رامنځ ته کوي او مالک اړ کوي، چې د پيسو په مقابل کې دغه ستونزې حل کړي.

کله چې يوه وداني په کابل ښار جوړيږي، نو د ملکي ادارو څخه وروسته پرې بل بريد د پوليسو او استخباراتي ادارو له خوا وي. پوليسو د شنې ساحې، امنيتي ساحې او ډپيلماټيکې ساحې په نوم د مالکيت، مالک تر مخ ودريږي او د نامشروع پيسو غوښتنه ورڅخه کوي. تر هغې چې د ځای مالک دوی ته پيسې نه وي ورکړي، نو د کار کولو اجازه د امنيتي ملاحظاتو په اساس نه ورکول کيږي. دغه يو شمېر امنيتي کسان اجازه نه ورکوي چې د وادنۍ ساختماني مواد له نورو ځايونو څخه دغه ځای ته راوړل شي. په هر ځای کې د تيږو، خښتو، سېمنټو، ګول سېخونو باندې بار موټر دروي، تلاشي ورڅخه اخلي او په لوی لاس خنډونه رامنځ ته کوي.

د کابل ښاروالۍ، املاکو، کورنيو چارو او نورو اړونده ادارو يو شمېر فسادو کسانو د خپلو رشوتي پيسو په پار دوه ډوله لويې ستونزې په دغه ښار کې رامنځ ته کړې دي.

۱- د ځمکو غاصبينو، قانون ماتونکو او نورو ته يې اجازه ورکړې ده، چې بې نقشي، ډېرې لوړې، د طعبيي پېښو پر وړاندې سستې او بې ترتيبه ودانۍ جوړې کړي، چې هم يې د ښار بڼه پرې خرابه کړې ده او هم يې د دولتي پراختيايي پروګرامونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

۲- په قانون او اصولو برابرو کسانو مخه يې نېولې ده. په مختلفو بهانو يې ورته قانوني چارې غېرې قانوني کړې دي، د کار مخه يې نيسي او د خپلې شخصي ګټې لپاره يې اړ کوي، چې يا له کار تېر شي او يا هم په لکونو پيسې رشوت ورکړي.

حکومت دغه کړه - وړه ګوري او ښايي چې په اړه يې ورته شکايتونه هم رسېدلي وي، خو تر اوسه يې داسې کوم جدي اقدام نه دی کړی، چې مجرمين خپله سزا وګوري او د نورو لپاره عبرت شي.