له ښاره ناخبره پاچا! خبريږي چې وسله والو غلو کابل ښار کې څه شروع کړي!؟ 

ولسمشره! مونږ د ولس هغه برخه يو چې د هوايي دهيلز په مانا لا نه پوهيږو او که چېرې د برېښنا غټ - غټ بندونه هم اوس راته جوړ کړي نو په اوبو به يې د مړو وينې وينځو او له برېښنا به يې دا ګټه اخلو چې د تلويزيون پردې ته به ناست او دا به ګورو چې نن څو وژل شوي او څو ټپيان دي؟ مونږ دا در سره منو چې د ډېرو ناخوالو رېښه په اقتصادي وضعيت پورې تړلې ده او ته په دې کار کوي چې د ستونزو حل بنسټز را وباسي خو په لسيزو يې را وباسې. 

ولسمشره! که ستا هڅه دا وي چې د پاکستان او ايران پر وړاندې افغانستان پياوړی کړې؛ اوبه ترې راباندې کړې او افغانستان د سيمې پُل کړې؛ ښې چارې او پلانونه دي، خو په هېڅ صورت يې په دې بيه نه غواړو؛ چې يو ورور دې جګړه کې د طالب او بل دې بيا د افغان پوځي سرتيري په نوم ووژل شي. 

د هېواد پاچا (ولسمشره)! جګړه څوګ کوي؟ ولې يې کوي؟ څوګ به يې ګټې؟ کله او څنګه به يې ګټي  او دا چې څوګ د چا لپاره جګړه کوي او جګړه د چا ګتې خوندي دلته يې نه ليکم. ته به پرې ښه خبر وې او ډېر څه به دې په اړه اورېدلي، لوستلي او لېدلي وي. که چېرې زما دغه لېکنه درته ورسيږي نو زه له داسې درده درته ژاړم  چې په پوره ډاډ ويل شم چې ستا له وس پوره چاره او کولی يې شې. 

ولسمشره! کابل ښار دې وسله والو غلو او جنايت کوونکو په سر اخېستی دی. هغه ځای کې چې ته د هېواد د ولسمشر په توګه ناست يې يوازې په څو کليو مترۍ کې يې ستا هغه ځوان، سپين ږيره، ډاکټر، ښوونکی، انجنير، محصل، زده کوونکی، هټۍ وال، سوداګر، ښوونکی او په لويه کې د دې خاورې بچۍ چې د خپل ښه راتلونکې لپاره يې تاته رايه درکړې وه؛  د يو څو زره افغانيو او يو کم - بيه ځيرک موبايل، کمپيوټر او يا کوم بل شي په پار وژل کيږي. 

ولسمشره! کابل ښار دې له پولیسو، جنايي کارمندانو، استخباراتي مسوولينو، امنيتي کسانو او څارګرو ځواکونو ډک دی، خو د دې هر څه سره - سره ښار، ښاريانو ته په يو بې څښتنه ځنګل او د وحشت په دښتې اوښتی دی. له کوره  تر کارځايه او له کار ځايه تر کوره لار کې مرګونه ولاړ دي او د ژوندونو ښکار په کې کيږي. 

له رسنيو به دې اورېدلي او يا به هم سلاکارانو درته ويلي او يا هم ښايي هېڅ خبر هم نه وې؛ چې د درې زره افغانيو موبايل په پار تنګی ځوان په سينه او سر وېشتل شوی او مړی يې د سړک پر غاړه پروت دی. پوليس او امنيتي ځواکونه دې وروسته له هغې سيمې ته رسېدلي دي چې غله او جنايت کوونکو په کور او يا بل ځای کې د خپل جنايت وروسته يو پياله چای هم څښلی او استراحت يې هم کړی. 

د هېواد پاچا! جګړه خو به وښييو چې تر شا يې پردي لاسونه او پردي پلانونه دي؛ مساله لويه ده او مونږ په هغه ډول چې غواړو يې نه شو کولی يا يې مهار او يا يې وګتو او يا د جګړې پر ځای سوله وکړو. د کابل په شمول سترو ښارونو کې د وسله والو غلو تر شا د چا لاسونه دي او څوګ يې حمايت کوي؟ دوی د زرو افغانيو او پنځو زرو په ارزښت د موبايل او کمپيوټر غله دي. د ادعا هم ناسمه کيږي چې تر شا يې مافيا شتون لري. دا به هم ومنو چې د وسله والو غلو او جنايت کوونکو تر شا مافيا شتون لري، خو د مافيا پر وړاندې څوګ شتون لري؛ يانې حکومت؛ حکومت يانې ملي پوځ، پوليس او استخبارات.

دا خو نه ته منې او نه دې حکومتيان مني، چې حکومت دومره کمزوری شوی دی چې د کوڅه - ګرځو غلو او يا په لويه کې د مافيايي کړيو مخه نه شي نېولی. که چېرې حکومت په رېښتيا هم دومره کمزوری وي چې د ښار دننه د جنايي پېښو پر وړاندې مبارزه نه شي کولی نو بيا د جمهوريت او تېرو کالونو لاس ته راوړونو ادعاوې او سرې کرښې؟ د ټاپي او اکسا پروژو؛ کجکي، کمال خان، سلما او نورو بندونو ژمنې، خبرې او پلاونه څومره رېښتني او څومره د پلي کېدو وړ درته ښکاري؟ که حکومت دې ستا د شپې د پاتې کېدو په ښار، ستا د واکمنۍ د تخت په ښار، ستا د حکومتوالۍ په ښار يانې کابل ښار کې امنيت؛ امنيت هم د وسله والو غلو او جنايت کوونکو څخه نه شي ساتلی، نو بيا د جمهوريت کرښه په ژېړېدو نه ده؟ بيا لاس ته راوړنې څه ته وايې؟

د احمد شاه بابا مېنې يې نېولې بيا تر خير خانې او برچي دښتې يې نېولې بيا د کابل تر بلې هر برخې؛ هتۍ لوټ شوې، کورونه ولوټل شول، په عام بازار کې پر سر تفنګچه ورته نېول کيږي او هر شته ورڅخه وړل کيږي. موبايل، موټر، باسيکل، موټرسيکل، څو زره افغانيو، يو لاسي ساعت او ختی په يو جوړ لاسي بکس پسې ستا د دې ښار وګړي وژل کيږيی، ټپيان کيږي او شکول کيږي. 

پاچا! جنايي پېښې کابل ښار کې تر اوج اوښتي دي، د پوليسو او کورنيو چارو وزارت له نوم دې خلک اوس کرکه کوي، له شوکې وروسته هېڅ قرباني د پوليسو حوزې ته نه ورځي او ويره دا ورسره وي چې لا به په بل غم کې به ککړ شي، په نورو نومونو به ورته دوسيې جوړې او نورې ناخوالې به ځان ته پيدا کړي. 

ولسمشره! تا هم په ډېرۍ ناستو کې د اسلاميت او افغانيت وايې. اسلاميت تش په نوم خبره نه ده، اسلاميت د اسلام د سپيڅلي دين او محمدي شرعي تطبيق کول دي. ولسمشره! د هېواد پاچا او حاکم يې؛ له غرب او اساسي قانون ور تېره شپه د خدای قانون پلی کړئ چې د عمري عدالت ادعاء دې عملي شي. 

ولسمشره! قاتل په عام محضر کې په دار ځوړند کړه، له غله لاس پرې کړئ، مفسد او فساد چارواکي مخ تور او ولس ته يې يې وښييه.