عبدالرحيم ګرين اوس مهال د اسلامي نړۍ ستر ديني عالم او د اسلام د سپيڅلي دين دعوتګر دی. عبدالرحيم ګرين د تلويزوني پروګرامونو، مخامخ ناستو او راټولېدنو له لارې د اسلام د سپيڅلي دي تبليغ کوي او د دغه مبارک دين په اړه د کافرو او غير مسلمانانو پوښتنې قرآني او عقلي ځوابونه وايي.
د اوسني عبدالرحيم ګرين د پيدايښت پر مهال نوم (آنتوني واتسواف ګالوین ګرین) وو. دی په ۱۹۶۲ز کال کې د انګلستان تر والکې لاندې تانزانیا کې زږېدلی وو. د ده پلار د انګستان وو او د هېڅ پر شتون يې باور نه درلود. د نوموړي مور د لهستان وه او په مذهب کاتوليک عېسوۍ وه. عبدالرحيم ګرين په يوې عېسوۍ کورنۍ کې وزېږد او ځواني يې د عيسويت په باوري کورنۍ کې تېره کړه.
عبدالرحيم ګرين لندن پوهنتون کې تاريخ ولوست او د کاتوليک مذهب زده کړې يې ولېدلې. نوموړي د درېيو کالونو لپاره د بودا مذهب مطالعه او پيروي يې وکړه. ۱۹۸۷ز کال نوموړي د اسلام په اړه مطالعه وکړه او په ۱۹۸۸ز کال کې د سپيڅلي قرآن کريم يوه نسخه اديا (را ونېوله) او د سپيڅلي قرآن کريم له مطالعې وروسته يې د اسلام مبارک دين قبول کړ او پر الله ج يې ايمان راوړ او مسلمان شو.
عبدالرحيم ګرين لس بچيان لري. ده خپل ژوند د اسلام د سپيڅلي دين دعوت او تبليغ ته وقف کړی دی خو د اسلامي نړۍ د نورو اسلامي دعوت کوونکو په ډول ځيني وخت د غربي هېوادونو له بنديزونو سره مخ کيږي.
وروستي