د افغانستان د ټولو ګړو له ۹۹ سلنه هم ډېر مسلمانان دي؛ داسې مسلمانان چې د نړۍ د ډېرو اسلامي هېوادونو او مسلمانانو يې هم عقيده غښتلې ده او هم فقه؛ افغانستان د اسلامي نړۍ له هغه هېوادونو دی، چې د اسلام مبارک دين د ظهور په لومړۍ پېړۍ کې يې اسلام قبول او بيا تر نن ورځې په دې سپيڅلي دين کلک ولاړ دي. له پورته مطلب مو موخه دا ده، چې د افغانستان غوڅ اکثريت څه، چې ډېر لږ کم، نو ټول ملت، سل په سلو کې مسلمان ملت دی؛ د خدای په خدايۍ کې شک نه لري.
له پورته اسلامي تړنې او عقيدې وراېخوا، په نورو ډېری مسايلو کې افغانان په برخو سره وېشل شوي او مختلف ليدلوري، دريځونه او فکرونه لري؛ ژبه، کلتور، تېر تاريخ، نژاد، قومي جوړښت، سياسي خوښونه او نور، د افغانانو ترمنځ ګڼيز او بېلا بېل اړخ لرونکي دي. خو بيا هم، يوه بله شريکه تړنه، چې نېږدې ټول افغانان په کې اجماع لري، د نيواکګر ګاونډي، پاکستان پر وړاندې يو غږ او يو دريځ دی.
د خدای ج د خدايۍ غوندې چې افغانان په کې شک نه لري؛ نو که سمه، بې پرې، منظمه او رېښتنې سروې وشي، عام افغان ولس به د پاکستان په دوه مخۍ، افغانستان سره د پاکستان په دښمنۍ، پاکستان له خوا د افغانستان د بربادۍ او په دې هم شک ونه لري، چې پاکستان نه د افغانستان دوست، خواخوږی او ملګری وو او نه به هم د افغانستان دوست او خواخوږی شي.
۱۹۴۷ز کال کې پاکستان له هندوستان بېل او جلا هېواد شو؛ هغه لومړۍ ورځ وه، چې پاکستان له هند پنجاب او سند ځان ته کړل، خو هغه افغان خاوره چې د پاکستان له زېږېدو لسيزې وړاندې د افغانستان او بريتانيوي هند ترمنځ پرې هوکړه شوې وه، پاکستان پرته له دې، چې د افغانستان رايه، خوښه - ناخوښه او دريځ پرې واخلي، خپل ځان پورې وتړه. پاکستان له هندوستان بېل شو؛ سند، پنجاب يا هغه وخت کې بنګلادېش يې سره ګډ او ځان يې ترې جوړ کړ؛ له ډيورنډ کرښې هغه خوا پراخه د افغانستان خاوره، نه افغانستان پاکستان ته ورکړې وه او نه هم د پاکستان په بېلدو سره د پاکستان حق جوړېدو، خو تر نن پاکستان پرې خپل واک چلولي او خپله خاوره يې ګڼي. دلته به يوه ګيله په ۱۹۴۷ کال کې د افغانستان له واکمنو هم وکړو، چې کله پاکستانيانو له بريتانيوي هند څخه ځان ته هېواد جوړولی شي، نو دوی نه شول کولی چې د امير عبدالرحمن هوکړه هم ماته او بريتانيوي هند ته ورکړل شوې خاوره بېرته افغان وجود پسې وتړي؟ خو کمزوری سياست او دريځ درلود او هغه څه وو، چې پاکستان جوړ او له ډيورنډ کرښې وراېخوا افغان خاوره يې هم خپله برخه کړه.
نړۍ کې هر هېواد داسې سياست لري، چې غښتلی، پر ځان بسيا او پر نورو يې اغېز وي؛ د افغانستان سره هم د پاکستان دښمني په همدې پار ده. پاکستاني سياستوال د پاکستان د جوړېدو له لومړۍ ورځې په دې پوهېدل چې له هند جلا شول، خو د افغانستان خاوره يې هم د ځان کړې، چې د ډيورنډ کرښې د سل کلنۍ مودې په پای ته رسېدو سره به يې بيا افغانستان دعوه ولري. دا چې افغانستان داسې يو حالت ته ونه رسيږي، چې له پاکستانه د خپلې خاورې د بېرته اخېستو دعوه وکړي، نو پاکستان يې د مخېنوي د لارو په لټه کې وو. افغانستان کې د شاهي او لومړۍ جمهوري دورې په پای ته رسېدو سره، افغانستان ته د بهرنيانو پراخه لاسونه را دننه شول، چې پاکستان ته يې زرينه موقع په لاس ورکړه.
د غوايي له کودتا وروسته، پاکستان د يو کمزوري افغانستان موخې ته د رسېدو په پار د مجاهدينو ډلې لاس کې ونېولې؛ له يوې خوا يې ځان پرې د اټومي بم څښتن او غښتلی هېواد کړ او له بلې خوا يې، افغانستان ټپ - ټپ کړ. همدا ۱۳۵۷ کال يې پيل وو، بيا پاکستان په ۴۳ کالونو کې بنسټيز سياست داسې برابر کړ، چې افغانستان راپورته کيږي، نو دوی به يې بيا لاندې غورځوي، چې د غچ، پاکستان پر وړاندې درېدو او ډيورنډ د بېرته اخېستو دعوه ونه کړي. پاکستان دې موخه کې تر ننه بریالی شوی؛ خو دا بريا يې په يوازې ځان نه ده تر لاسه کړې، بلکې د افغانستان دننه يې داسې کسان او ډلې پيدا کړې، چې خپلو موخو ته يې اسانه پرې ځان رسولی.
د ډيورنډ له مسلې وراېخوا، پاکستان ته کمزوری، په جګړو کې ښکېل افغانستان په کار دی، چې په سوله او جګړه کې د پاکستان مختاج وي او پاکستان ټولې خپلې هغه پروژې چې ځان پر بسيا کولی شي، افغانستان کې او له افغانستانه پوره کړي. که د شوروي ملاتړي حکومتونه وو، که مجاهدين وو، که بيا د طالبانو لومړنۍ واکمني وه، که بيا جمهوريت وو او که اوس کې د طالبانو دويم ځل حکومت؛ پاکستان په کې يوه موخه لري، چې د پاکستان اغېز پر ځان ومني او افغانستان بايد داسې ټپي وي، چې هېڅکله د پاکستان پر وړاندې د پورته کېدو وړتيا خپله نه کړي.
لنډه دا چې پاکستان به تل تر تله د يو خپلواک، غښتلي، ارام، پرمختللي او سوله ييز افغانستان دښمني کوي؛ پاکستان به د هر هغه افغان حکومت ترڅنګ وي، چې د پاکستان مختاج او پاکستان ته اړ وي، پاکستان به د هر هغه افغان حکومت دښمني کوي، چې د پاکستان له دوه مخي سياست سره مقابله کوي، د پاکستان د نامشروع ګټو مخه نيسي او د لوی افغانستان غږ پورته کوي. د پاکستان په دوه مخۍ کې افغان ولس شک نه لري؛ نه پاکستان او نه هم پاکستان ملاتړي افغانان به، پر ولس دا ومني چې پاکستان د افغانانو دوست وو او يا به يې دوست شي.
وروستي