
په هېواد کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو په موخه د نوماندانو ترمنځ ټاکنیز کمپاینونه د تلې میاشتې په ۶ نېټه د جمعې په ورځ پیل شول چې د هر ولایت په کچه په سلګونو کسانو په را روانو ټاکنو کې د بریا په موخه خپل انځورونه د ښارونو په بېلابېلو برخو کې لګولي او هڅه کوي تر څو له نورو څخه په دې سیالۍ کې وروسته پاتې نشي.
د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا یو لړ قوانین او مقررات په نظر کې نیول شي چې سرغړوونکي به یې د قانون خلاف کار ترسره کولو په صورت کې نغدې جریمې سره مخ کېږي خو بیا هم د تېرو کمپاینونو له تجربو دا ثابتېږي چې ډېری وخت د نوماندانو ترمنځ غیر سالم رقابتونه نه یوازې د قانون خلاف کړنې را منځ ته کوي بلکې دا ډول کړنې زمونږ د ټولنې اصولو سره هم په ټکر کې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوماندانو ته د عامه پوهاوي د کمپاینونو له لارې د ټاکنیزو کمپاینونو تر پیل وړاندې ځینې سپارښتنې کړې وې چې د هغې له جملې یو دا هم ؤ چې هېڅ نوماند حق نه لري چې مخکې له ټاکلي مودې خپل ټاکنیز کمپاین پیل کړي، خو دا موضوع د نوماندانو لخوا په پام کې و نه نیول شوه او په بېلابېلو نومونو لکه د اختر مبارکۍ، د خپلواکۍ ورځې په ویاړ او همدا ډول له ځینې نورو مناسبتي ورځو څخه په ګټه اخیستنې سره یې خپل کمپاینونه ترسره کړل چې په بشپړه توګه د قانون خلاف کار ؤ او دا یې یوه وړه بیلګه وه.
د ټاکنیزو کمپاینونو یو اصل دا هم ؤ چې هېڅ یو نوماند نشي کولای د کمپاینونو پر مهال د بل نوماند کمپاین ته ضرر ورسوي او ورته خنډ جوړ کړي له بده مرغه ډېری وخت داسې هم لېدل کېږي چې یو نوماند راځي او د زور څخه په ګټې اخیستنې سره د یو بل نوماند انځورونه څیرې کوي او یا د نورو نوماندانو یا سوداګریزو بنسټونو پر تبلیغاتي لوحو خپل انځورونه لګوي چې دا نه یوازې سالم رقابت نه دی، بلکې د ولس په زړونو کې چې کوم ځای لري هغه هم له منځه وړي.
له حکومتي امکاناتو څخه په خپلو کمپاینونو کې ګټه پورته کول او یا هم د یو بل نوماند په ګټه له هغې استفاده کول هغه سرغړونې دي چې ټول نوماندان باید دې ټکي ته په ډېر جدیت سره پاملرنه وکړي، تر څو ولس وکولای شي په خپله خوښه وړ نوماند ته رأیه ورکړي او هر نوماند باید و کولای شي له حکومتي امکاناتو پرته په سالمه توګه خپل ټاکنیز کمپاینونه ترسره کړي.
د معارف له ښوونځيو څخه د غونډو پرمهال ګټه اخیستنه، په رسمي وخت کې په کمپاینې غونډو کې د دولتي مامورینو حضور او همدا ډول د حکومتي وسایلو او وسایطو کارونه هغه بیلګې دي چې نوماندان باید په خپلو کمپاینونو کې له هغې ډډه وکړي.
پورته یاد شوي ټکي هغه موضوعات دي چې سرغړونکي یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا مجرم بلل کېږي او شونې ده چې دوی ته ستونزې رامنځته کړي نو غوره ده چې ټول نوماندان د قانوني لارو څخه خپل کمپاینونه پرمخ بوزي او د هغه سرغړنو څخه ځان وساتي چې هم یې په ولس کې د محبوبیت کچه را ټېټوي او هم دوی ته قانوني ستونزې جوړولای شي.
په پای کې مې له ټولو درنو نوماندانو څخه دا هیله ده چې نه یواځې پورته یاد شوي ټکي مراعات کړي، بلکې د چاپیریال په پاک ساتلو کې هم د ښاروالۍ سره مرسته وکړي او د ټاکنیزو کمپاینونو په پای کې خپل انځورونه او نور تبلیغاتي مواد پاک کړي ترڅو د ښار ښکلا مو بېرته راګرځولي وي او د ولس رضایت هم خپل کړو.