له طالبانو سره د ټرمپ او ولسمشر غني سوله

له طالبانو سره د ټرمپ او ولسمشر غني سوله
ډاکټر نېک محمدد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په پرتله د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په واکمنۍ کې په افغانستان کې له وسله والو ډلو او په ځانګړي ډول له طالب وسله وال سره د سولې خبرې هيله بښونکې او تېزې شوې. د سولې بريالۍ هڅه د افغانستان د اسلامي ګوند له مشر ګلبدين حکمتيار سره وه. حکمتيار د طالبانو له واکمنۍ وروسته وسله په لاس او د تېر په څېر بيا غرونو ته لاړ او شااوخوا ۱۴ کالونه يې له افغان حکومت سره جګړه وکړه. که څه هم د حکمتيار جګړه په دومره شدت نه وه له څومره چې طالبانو کوله، خو بيا هم؛ وسله وال مخالفه ډله ورته ويل کېده او د حکومت پر وړاندې یې فعاليتونه کول.

د ولسمشر محمد اشرف غني په پرله پسې هڅو حکمتيار دې ته قانع شو، چې له افغان حکومت سره سوله وکړي او خپلې غوښتې د خبرو له لارې تر لاسه کړي. همداسې وشول او حکمتيار په ښه شڼ سره هېواد ته راغی او د حکومت ملاتړی شو.

د حکمتيار له راتګ وروسته هم افغان ولس او هم حکومت ته دا هيلې پيدا شوې، چې په لنډ وخت کې به طالبان هم له افغان حکومت سره سوله وکړي او ستونزې به حل کړي. څو ځلې داسې اوازې خپرې شوې، چې د طالبانو او افغان حکومت استازو په يو شمېر بهرنيو هېوادونو کې سره ناستې او خبرې کړې دي او په يو شمېر شرطونو يې سره هوکړه هم کړې ده. خو وروسته هم حکومت او هم وسله وال طالبانو د سولې غېرې مستقيمې خبرې يا رد کړې او يا يې هم دا وويل، چې هوکړې ته سره ونه رسېدو.

ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته د ښه نيت په پار څو - څو ځلې په بیلا بيلو ناستو کې د سولې وړانديزونه وکړل، د خبرو وړاندې يې هېڅ ډول شرط مخ ته نه کړ او دوی ته يې ژمنه ورکړه، چې که چېرې سوله وکړه نو د يوې سياسي ډلې په توګه به يې په رسميت وپيژني او ګډ حکومت به د ټاکنو له لارې ورسره جوړ کړي. طالبانو وويلو چې د ولسمشر غني او يا په لويه کې د ملي يووالي حکومت د سولې چيغې او خبرې له حقيقت لېرې دي او حکومت په دې برخه کې خپلواکه نه دی چې له مونږ سره سوله وکړي.

له يو څه وخت وروسته د سولې هيلې د بل هر وخت په پرتله ډېرې تازه او هيله ورکوونکې شوې. دا هغه وخت وو چې د کوچني اختر په شپو - ورځو کې ولسمشر غني له طالب وسله والو سره اوربند اعلان او طالبانو هم اوربند قبول او درې ورځني اوربند ته يې غاړه کېښوده. د اوربند ورځې ښې د خوښۍ ورځې وې، خو له اوربند وروسته وضعيت له بد هم ډېر بد شو. طالبانو داسې جګړه پيل کړه، چې د سولې ټولې هيلې ورسره په ناهيلۍ بدلې شوې.

طالبان ادعا کوي چې افغان حکومت د جګړې او سولې په برخو کې خپلواکي نه لري، نو د همدې ادعا په اساس يې غوښتنه وکړه، چې له امريکا سره په مستقيم ډول خبرې - اترې وکړي. له امريکا سره مستقيمو خبرو بيلا بيل غبرګونونه راپورته کړل. لنډه دا چې په ظاهري ډول له امریکا سره مستقيمې خبرې هم افغان حکومت او هم امريکا رد کړې، خو د پردې تر شا داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکي امريکايي ډپلماټانو او طالبانو په خپل منځ کې سره خبرې او ناستې کړې دي.

اوس د امريکا په شمول (البته په ظاهري بڼه) افغان حکومت او وسله وال طالبان درې واړه دا وايي، چې جګړه د حل لار نه ده بايد سره سوله وکړو، خو د پردې تر شا بيا مالومه نه ده، چې څوګ رښتيا سوله کوي او څوګ د جګړې پلويان دي.

اوس تر ډېره نيوکه په امريکا کيږي؛ له يوې خوا يو شمېر امريکايي ډپلماټان او مسوولين پر سولې ټېنګار کوي او طالبان خبرو ته هڅوي، خو بيا له بلې خوا همدغه امريکايي جنرالان د جګړې د فشار، د زورو له لارې سوله، د پوځيانو د ډيروالي، د نوې جنګي جېټ الوتکو او د نه وتلو خبرې کوي.

تازه د امريکا پوځ اعلان وکړ، چې افغانستان ته يې (F-35B) جېټ جنګي الوتکې استولې دي، ترڅو طالبان وځپي او پرې بمبار وکړي. دلته امريکايي جنرال سکاټ مېلر وويل، چې تر هغې به په افغانستان کې يو، چې ترڅو طالبانو له جګړې او تاوتريخوالي لاس نه وي اخېستلی. ترمپ ورته د افغانستان، سويلي او مرکزي اسيا په نوم داسې يوه سټراټېژي جوړه کړه، چې جګړه يې زياته، حکومت يې کمزوری او لنډه دا چې افغانستان يې په بد وضعيت کې واچوو.

په افغانستان کې د امريکا د جګړې نيت له دې هم ښکاره کيږي، چې د تېر په څېر يې له افغانستان سره خپلې اړيکې او ملاتړ بې خونده کړی دی. تېره اونۍ داسې راپورونه خپاره شول، چې نيويارک ته د ولسمشر غني نه سفر دا لامل درلود، چې ولسمشر ټرمپ ورسره د لېدو انکار کړی وو. ولسمشر ټرمپ په دې پار له ولسمشر سره نه غوښتل چې وګوري، ځکه چې هغه څه چې د ټرمپ زړه او خوښه وه، ولسمشر غني تر سره نه کړل.

ټرمپ غوښتل، چې د امريکا د کالونو پټه او دوه مخې پالېسي دلته هم عملي کړي يانې په خوله د سولې چيغې خو په بطن کې بيا د جګړې له لارې د موخو خوندي کول. ولسمشر محمد اشرف غني د ټرمپ د غوښتنو او هيلو برعکس کس راووت. ولسمشر غني وروستۍ هڅې وکړې، چې طالبان د سولې ميز ته کينوي. په عملي ډول له طالبانو سره سوله او دوی د حکومت برخه ګرځېدل؛ د امريکا او ولسمشر ټرمپ په ګټه چاره نه شمېرل کيږي. نو څرګنده ده چې ټرمپ به له ولسمشر غني خپه وي او له ملاقات به يې ځان شاته کوي.

که ژور تحليل وشي، نو ښايي دا به هم راښکاره کړي، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې نېږدې شوې هڅې امريکا ماتې کړې، د لوی اختر اوربند ته يې د غزني جګړه رامخې ته کړه او په پايله کې يې خپلې جنګي جېت الوتکې د ازموينې لپاره افغانستان ته راولېږلې.

له طالبانو سره د ولسمشر غني سوله دا ده، چې اوربند وکړي، سره نېږدې شي او د ستونزې رېښې له منځه يوسي؛ خو د ټرمپ سوله بيا د (F-35B) جنګي جېټ الوتکو رالېږل او د زور له لارې سوله کول دي.