
22.08.2010 11:51
قياص خان څوک وو؟
قياص خان د مرحؤم احمدجان ملک زوی په 1977 کال کې د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ د منكل کلي په يوه دينداره او مخوره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې.
ابتدايي تعليم يې د سيمې له سرحد څخه تر لاسه کړ مګر په هغه وخت کې د تعلبمي مكتبونو د نشتوالي له کبله يې و نه شو کولی زده کړو ته ادامه ورکړي.
نوموړی د خدای ورکړې ځيرکتيا او د مشرتابه د فطري وړتيا درلودلو له کبله د خپلې ځوانۍ په پيل کې د خپلې ولسوالۍ د معلم توګه د خلکو جوګه شو او په ډيره لږه موده کې د يو ځوان فکر څښتن سيمه کې وځليد.
دقياص خان د 2010/8/17 نيټه د طالبانو له خوا وتښتول شو او د همدې مياشتې په 20مه نيټه له څو ورځو ځورونې او څارويانه چلن وروسته د 2010/8/20 تاريخ د رمضان المبارک د مياشتې په اتمه نيټه د (33) کلونو په عمر په ډيره ناځوانۍ او وحشيانه توګه په شهادت ورسول شو- انا لله وانا اليه راجعون. د مرحوم جسد له دوو ورځو لټې وروسته په يوه ليرې پرته غرنۍ سيمه کې له موندل کيدو وروسته د جُمعې په مبارکه ورځ د زرګونو مجاهدينو، مخورو، ديني عالمانو او مجاهد ولس له خوا په خپله پلرنۍ حضيره کې خاورو ته وسپارل شو.