زمونږ د مشرانو ترمنځ داخبره ډيره عامه ده، چې پښتون مړ قوم دی، پښتانه ویده دي، پښتانه به کله راویښیږي، پښتانه د خپلو مشرانو قدر نکوي، خو نن تاسو ویينی، چې پښتانه د یوه میلیونر، زورور او خان پر ځای د یوه غریب ځوان په خواوشا راټول دي، پښتانه د یو عادي ښوونکي د زوی په ټنډه کې د خپل تیاره تقدیر د رڼا څرک لټوي، نن پښتانه قوم دا ثابته کړه چې نه په پیسو پسې ځي، نه یې د زور کریغه تسلیمولی شي او نه یې د چا سرې سترګې ویرولی شي.
پښتانه له لسیزو راپدیخوا د خلوص او صداقت یوې نرمې ښکالو ته سترګې په لاره ول او دا ښکالو یې د منظور پښتون په ریښتونیو قدمونو کې وموندله... د فخر افغان پاچا خان له مړینې وروسته ډيرو د دې ستر انسان شعارونه _ تر ده په لوړ اواز تکرار کړل _ خو دا چې د ریښتیا او اخلاص تومنه یې نه درلوده، چا یې په اخلاص ځواب هم ورنکړ ، په ځانګړي ډول د فخر افغان په ګدۍ ناستو طمطراقي وارثانو ددې درانه مسوولیت په لیږد کې په ځان هیڅ ډول بوج ونه زغامه، اول تر اخره یې له لیوه سره غوښې خوړې او د میږو سره یې تندی واهه؛ خو دردیدلي او زړه سوانده منظور له لسیزو وروسته دې عظيم مسوولیت ته ریښتونې اوږه ورکړه... ولس یې ریښتونی غږ واوریده، بدرګه یې کړ او اوس به دده سپیڅلی ارمان د زړه په وینو پالي.
زما په نظر منظور پښتون د لر او بر ''ځوان افغان'' لپاره یو درس دی، یو مثال دی او یوه الهام بښونکې الګو ده، ځوان افغانان باید پدې باور ولري، چې که چیرته هدف سپیڅلی وي، ارمان ولسي وي او پیغام افاقي وي، ولس به د زړه له کومي هرکلی ورته وایي، دا کار نه پیسې غواړي، نه قدرت غواړي او نه په زور کیږي، یوازې اخلاص ته اړتیا ده او الحمدلله زمونږ په ولس کې په سلګونه زره ځوانان شته چې په زړونو کې یې د خدمت او مبارزې احساس په څپو دی،افغان ځوانان دې پدې پوه شي چې که چیرته یو غل، خاین او فاسد د بیلابیلو قومي، ژبنیو او سمتي دروغجنو شعارونو په وسیله په زرګونو خلک غولولی شي او د ځان لپاره یې د ډال په توګه کارولی شي، ایا مونږ د یو سپیڅلي ارمان لپاره، د یو پاک هدف لپاره دا ولس په ځان پسې نشو روانولی؟؟؟ یقینا چې هر افغان ځوان دا وړتیا لري.
زما په نظر په فعلي شرایطو کې چې ولس د یوې ریښتونې رهبرۍ تندې په سر اخیستی دی، که هرڅوک یو ګام مخې ته کیږدي او ولس ته خپل ریښتونی پیغام ورسوي، هغه رهبر دی او دا ولس یې تر مرګه بدرګه کولی شي.
وروستي