د پاکستان د جمهوریت ډرامې اداکار په کابل کې!

افغانان پوهیږي چې پاکستان د ځينو قدرتونو د دسیسو او ګیمونو د اپریشن منجمنټ یو اجرتي مرکز دی. د پاکستان اردو د هغه هیواد له جوړیدو نه را وروسته د دې ډرامو په تطبیق کې د مزدور رول لوبولی، ددې هیواد پخوانی دیکتاتور جنرال ضيا الحق چې په '' مرد مومن مرد حق'' باندې هم مشهور وو په ۱۹۷۰ م کلونو کې یې په اردن کې د اسراﺉيلو په ننګه ۲۵۰۰۰ بیګناه او مظلوم فلسطینیان قتل عام کړل، دا ورځ اوس هم په منځني ختیځ کې د تور سپټمبر په نوم مشهوره ده.

نن ددې هیواد د جمهوریت د طنزيه ډرامې یو ممثل شاهد خاقان عباسي کابل ته راغلی دی، دده ټايټل ډير لوړ او مهم دی؛ خو په واقعیت کې یو بیچاره مظلوم مامور دی، که دا نن هم پاک پوځ وغواړي، له لستوڼي یې نیسي او له دفتره یې د باندې شړي. دا خوارکی پخپل ملک کې د فوځ د یو ادنا میجر ځواب هم نشي ویلی.

هغه پخپل هیواد کې چاته عدالت نشي تامینولی؛ نو مونږ به څه تمه ولرو؟؟؟ څه موده وړاندې د پښتون ژغورنې د خوځښت مشر منظور پښتون ورته دده په دفتر کې دپاک پوځ له لوري په بېګناه پښتنو د ظلم او استبداد کیسې بیانولې او ده ورته دکونډې په څير اوښکې تویولې، کله چې د یو هیواد لومړنی سیاسي او دولتي مقام د خپل ولس لپاره یوازې اوښکې تویولی شي، نورو ته به څه سوله ورکړي.

کله چې د کوم هیواد مشر یو ګاونډي هیواد ته په سفر ځي؛ نو د ښه نیت د څرګندولو لپاره، که څه هم په تشریفاتي ډول وي ځينې مثبت ګامونه باید واخلي؛ خو د پاکستان پوځ د خاقان عباسي له راتګ نه مخکې دا سفر سپک او بې اغیزې کړ، دوی په کونړ کې د جیټ الوتکو په وسیله په بمبارد او بریدونو دا ثابته کړه، چې خاقان هسې بت دی، له بله پلوه د پاکستان د فوځ ویاند تیره ورځ رسنیو ته پخپلو خبرو کې وویل چې مونږ د افغانستان په سوله کې مرسته کوو؛ خو په طالبانو هیڅ راز نفوذ نلرو، داداسې ادعا ده لکه یو څوک چې په لوړ اواز چیغه کړي چې نه غږیدی شم او نه مې په خوله کې ژبه شته.

لدې نه معلومیږي چې د ښاغلي خاقان عباسي سفر حتی د پاکستان اردو ته هم اهمیت نلري او په کوم تصمیم کې چې د پاکستان فوځ خوښه نه وي، په هغو حساب کول د وخت ضایع کول دي. ولسمشر غني ته پکار دي، چې په پاکستان باندې روان نړیوال او سیمه ییز فشار لا تشویق کړي، په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه باید تر اخري حده په دې هیواد فشار راوړي، څو په سیمه کې د دسیسو او قبر کیندنې له پریوتي سیاست څخه لاس واخلي.