د  پکتیا، لوګر، پکتیکا، خوست، وردګ، غزني او کوچیانو ځينو فعالينو مشورتي ناسته وکړه 

په هیواد کې روانه وبا کرونا ناروغۍ، سیاسي کشالۍ او د سولې پروسه د وخت تر ټولو مهم او اساس مسایل دي چې هیواد یې  سیاسي او صحي بحران سره مخ کړی دی. د جنوب ختیځ زون ولسونه روان حالات په دقت او ځیرکتیا څاري او د مسوولانه کړنو او برخورد په موخه د دولت او شته نظام ترڅنګ  د ملاتړ غږ کوي. بلخوا دوی په دولت غږ کوي چې د سولې روانه پروسه کې دې د مرکچي پلاوي او سولې مصالحې شورا غړي  د هیواد هغو سیمو استازي وټاکل شي، چې له روانې جګړې اغیزمن او د جګړې اصلي قربانیان دي. همدا راز د جګړې ښکیلو غاړو باندې غږ کوي چې د لسیزو را پدې خوا روانه جکړه چې کومه دیني او ملي صبغه نلري پای ته ورسوي او افغان وژنه بس کړي. 
                           
د جنوب ختیځ زون مشورتي ناستې ګډونوال د سولې پروسې د اغیزناک موقعیت لرلو او د ځواکمن لوري په توګه د دولت او خلکو په استازۍ د حکومت ټولو مشرانو باندې غږ کوي چې خپل شخصي او سیاسي ګټې او سلیقې یو خوا پریږدي، او د خلکو غوښتنو ته چې تلپاتې سوله، ملي پخلاینه او د بااقتداره جمهوري نظام ساتل دي  یو موټی او متحد شي.

جنوب ختیځ زون تل د حکومتونو او نظامونه په جوړښت او ساتلو کې رغنده رول لرلی دی، د هیواد په تاریخ کې هغو نظامونو چې خلکو ته شا کړې او ولسي ملاتړ  یې له لاسه ورکړی منزوي او پرځيدلي دي. د جنوب ختیځ زون مشران او ځوانان د حکومت ولسي دریځ  غښتلتیا  او پیاوړتیا لپاره د شته نظام ننګه او ملاتړ کوي، او په حکومت غږ کوي چې په سیاسي تصامیمو، سولې پروسې او راتلونکي قدرت ویش کې دې دغې سیمې ته چې سیاسي او سټراټیژیک موقعیت لري، جدي پاملرنه وکړي.

همدارنګه د کرونا ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوې په برخه کې د دولت ترسره شویو هلوځلو ستاینه کوي او د لا تقویت او مفیدیت په موخه خپل ټولو امکاناتو سره د کرونا مخنیوي او عامه پوهاوي په برخو کې همکاري ته چمتو دي، او په خاصه توګه له دولت غوښتنه کوي چې د کرونا ناروغي مخنیوي لپاره د جنوب ختیځ زون رامنځته شوي انسجام مشرانو او استازو سره په همغږۍ او مشوره ګډه مبارزه وکړي.