پښتو

ټول بدن د غوښې خو د زړه غوښه خو غوښه ده
ژبې خو دي ډېرې خو پښتو مې ډېره خوښه ده
دې ته سور غرور هم ګونډه ماتی شي سجدې کوي
دا د پسرلي شــــړۍ د لمــــــــــــــــــر پر اوږو خښه ده
وخت څومره ساده دی چې ټپې مو په رسۍ تړي
چا پر شګو رېګو د درياب نيولـــــــې مخــــــــه ده
ماترې د زړګي جنت جنت کابل جوغدي راوړو
دا بره کوڅـــــــــــه خـــــــــو راوتلې لــــــــه دوزخه ده
هوډ دې د قاتلې تندې مات شو چې حلال دې کړم
څنګـــــه ده جانانه اوس دې اور اور سينه يخه ده ؟
نن خـــــــــو يې د څڼو په پستو ګوتو کې ماته کړه
ستا جلان د ستا لمن کې پروت لکه شنه پخه ده
سيدجيلاني جلان
:په قافيه کې د (ښ) او (خ) د نه مراعتولو له کبله بخښنه غواړم