درې لاملونه؛ ولې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په ناسته کې ګډون ونه کړ او ډاکټر عبدالله لاړ؟

درې لاملونه؛ ولې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په ناسته کې ګډون ونه کړ او ډاکټر عبدالله لاړ؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

څلور ورځې وروسته (۲۰۱۸/۰۹/۱۸) د امريکا متحدو ايالتو په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۳مه ناسته جوړيږي. دغه ناسته د ملګرو ملتونو سازمان د جوړښت کليزه په ګوته کوي. د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۵ز کال کې د دويمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته جوړ شو. دويمه نړيواله جګړه د شوري او امريکا د ملاتړو ترمنځ پېښه شوه. هغه وخت چې د دويمې نړيوالې جګړې د تمرکز هېوادونه په اروپا او په اسيا کې غيراسلامي هېوادونه وو، نو نړۍ د دغه جګړې د تباهۍ د مخنيوي په پار د يو نړيوال سازمان د جوړېدو په هڅه کې شول، چې ملګري ملتونه يې تاسيس کړل.

د ملګرو ملتونو له جوړښت وړاندې (د هېوادونو ليګ يا League of Nations) په نوم نړيوال جوړښت شتون درلود، چې د لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته جوړ شو. نړيوال ليګ League of Nations ځکه په خپل ماموريت کې ناکام شو، چې له لومړۍ نړيوالې وروسته يې د دويمې نړيوالې جګړې د مخنيوی هڅې بريالۍ نه شوې.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ناسته کې د نړۍ د ټولو هغه هېوادونو استازي ګډون کوي، چې د دغه سازمان غړي وي. د يو شمېر هېوادونو ولسمشران، لومړي وزيران او يا هم د بهرنيو چارو وزيران برخه اخلي.

په سږنۍ اسمبلۍ کې چې د ملګرو ملتونو ۷۳مه کليزه ده، د امریکا د متحدو ايالتو د ولسمشر دونالد ټرمپ په شمول د فرانسې او نورو اروپايي هېوادونو ولسمشران او لومړي وزيران برخه اخلي. له افغانستان څخه دغه ناستې ته د هېواد اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تللی دی.

د افغانستان په استازيتوب به په دغه ناسته کې ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې، روانې جګړې، بشري او ښځو حقونو، مخدره موادو، ټاکنو او نورو ملي او اړينو مسايلو خبرې وکړي. دا چې نړيواله ټولنه د افغانستان په جګړه کې شامله ده، نو له عبدالله پرته به د نړۍ نور مشران هم د افغانستان د روان وضعيت په اړه خبرې وکړي او په ځينو برخو کې به د همکارۍ ژمنې وکړي.

دا چې د نړۍ او په ځانګړي ډول د افغانستان له وضعيت سره اړه لرونکې مهه غونډه کې د هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني پر ځای ولې اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله ګډون کوي ښايي لاندې لاملونه ولري:

۱- ولسمشر غني محمد اشرف غني د پراخه سمونو په لټه کې دی. نوموړی واک ته له رسېدو سره په هغه کسانو د حکومت لاره بنده کړه، چې په فساد او مافيا کې ککړ وو. له هغې وروسته يې د هغه کسانو پر وړاندې چاپيريال راتنګ کړ، چې د يو شمېر مصلحتونو په اساس دغه حکومت دننه شوي وو. له دغه کسانو يې يا واک او صلاحيت واخېست او يا يې هم په څرګند ډول له دندو لېرې کړل.

په کورني نظام کې له اصلاح پرته ولسمشر غني په هغه ناستو کې چې له نړيوالې ټولنې او هېوادونو سره يې درلودې له دوی څخه د رېښتنې همکارۍ غوښتنه وکړه. ولسمشر غني د امريکا په شمول د نړۍ له نورو مرسته کوونکو هېوادونو څخه ملاتړ وغوښت او د هغوی د څرګندو موخه په اړه جدي پاتې شو.

واک ته د ولسمشر غني په رسېدو سره له امريکا سره د نوموړي اړيکې په هغه ډول نه دي، کوم ډول اړيکې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره درلودې. ښايي وويل چې د حامدکرزي په وخت کې امريکا او نورې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې پراخه پوځي شتون درلود نو په همدې اساس د اړيکو پراختيا هم ډېره وه. خو په اوس وخت کې هم افغانستان او امريکا په يو امنيتي تړون کې په رسمي ډول سره تړلي دي، بهرني ځواکونه دلته شتون او ورته نور څه.

نو دا چې ولسمشر غني په دا ډول ناستو کې نه غوښتل کيږي، لامل يې دا کېدای شي، چې نوموړي د کورنۍ مافيا په څېر د بهرنۍ مافيا لپاره هم خنډ دی او نړيوال ښايي په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غني پر ځای کوم بل کس وړاندې کړي، چې خپلې ګټې ورسره خوندي کړي.

۲- دويم لامل دا هم کېدای شي، چې ولسمشر غني د يو شمېر ځان غوښتنونکو افغان سياستوال په څېر د نړۍ په سياسيون هم بې باوره شوی دی. ولسمشر غني د واک ډېر صلاحيتونه په خپل لاس کې اخېستي دي. دا مانا نه ورکوي، چې نوموړی د واک او صلاحيت ډېر تږی دی، بلکې لامل يې دا دی چې په ډېر شمېر کسانو يې باور له لاسه ورکړي او تېر ورته تجربه کړی دی، چې دلته خلک په دوه جامو کې دي. نو ولسمشر ښايي د دا ډول عمومي ناستو پر ځای ې يوازې ژمنې په کې تر سره کيږي او بيا د عمل بڼه نه لري، ځان بوخت کړي، بل کس ولېږي او د هغې پر ځای خپل وخت پر نورو اړينو مسايلو تېر کړي.
 
۳- درېيم لامل دا هم کېدای شي، چې د حکومت دننه هغه نيوکې چې ولسمشر د واک پر انحصار تورنوي، اړ کړی وي، چې د کورنيو ناست په څېر په يو شمېر بهرنيو ناستو کې اجرائيه رياست ته برخه ورکړي او د دوی د سرخوږي څخه ځان خلاص کړي. د کابينې، د پوځ اعلی سر قومندانۍ، سولې او يو شمېر نورو ناستو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله، جنرال دوستم، جهادي مشرانو او ځيني نورو کسانو ګډون د کومې خاصې موخې لپاره نه وي او نه هم کومه پايله ورکوي، بلکې يوازې د شکايتونو د مخنيوي او د نمايش په بڼه تر سره کيږي.
 
که په هر لامل وي، خو غوره دا وه چې د ملګرو ملتونو په داسې يوې مهمې ناسته کې بايد ولسمشر محمد محمد اشرف غني برخه اخېستې وای، نه اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله.