په دې لاندي حالاتو کښي روژه خوړل روادي:
٫٫٫٫٫٫
په سفر کښي ٫ په حمل کي چي بچي ته پۍ ورکوي ٫
دمرض په وجه٫ دبوډا توب په وجه٫ دظلم په وجه دهلاکت په وجه ٫ عقل ته دنصان رسیدلو په وجه ٫ او دجهاد په وجه ٫ له سفر څخه مراد شرعي سفر دئ یعنی دري ورځي مسافت٫ په موجوده مسافت سره پاو باندي اویا کیلومتره دي٫ چي کوم سړئ ددومره مسافت نیت وکړي او دکورنه وځي اګر که دیو ناجایز مقصد دپاره ووځي نو دده دپاره روژه نه نیول جایز دي٫ خو که تکلیف نه وي نو روژه نیول بهتر دي او که تکلیف وي نو بیا روژه نه نیول بهتر دي او که دهلاکت وېره وي نو بیا روژه نه نیول واجب دي
البحرالرائق ص۲۸۲ـ ردالمختارص ۲۴۱ ج ۱
٫٫٫
مسئله
حامله اوپۍ ورکونکې ښځه که هغه موروي او دایي ٫ خپل ځان یا بچي ته د رسیدو خطر ه وي نو روژه نه نیول جایز دي همداډول که مریض ته دمرض دزیاتیدو وېره وي یاژر دنه تندروست کیدو وېره وي نودوي ته هم دروژې دنه نیولو اجازت شته البته په دې حالاتو کښي به له یو مسلمان ډاکټر څخه مشوره اخلي یواځې پر خپل وهم او ګمان روژه نه نیول جایز نه دي اوپه ماتولو سره یې کفاره ده همدغه حکم دئ دغیر مسلم غیر ماهر او دفاسق او دبېدینه ډاکټر یاطبیب دغلطې مشورې یعنی ددوي خبرو ته څه اعتبار نشته٫ که دلوږې یا تندې نه دمرګ یا عقل ته دنقصان رسیدو خطره وي نو روژه ماتول جایز دي همدغه
شان که څوک یې په روژه ماتولو مجبوره کړي نو بیا هم روژه ماتولای شي او که دزور باوجود یې هم ماته نه کړي نو اجر ورته ملاویږي که مار او چیچلو او دهلاکت یاعقل ته دنقصان رسیدلو خطره وي
نو دوایي څکلئ شي
ردالمختار ص ۴۲۱ ج ۲
٫٫٫٫٫
مسئله
چي کله هم دحیض او نفاس وینه راغله نو دښځې روژه ماته شوه ددې دپاره خوراک اوڅښاک جایزدئ که په پته یې خوري او که په ښکاره بیا دصبا صادق نه ټیک په لسمه ورځ پس حیض بند شو نو پدې ورځ روژه نیول ضروري دئ او که دلسو ورځو نه په کمه موده کي پاکه شوه نو که دومره وخت ورته ملاؤ شو چي دصبا کیدو نه لږ مخکي په تیزۍ سره له غسل څخه فاریغه کیدلای شي نو روژه نیول ضروري دي او که په غسل کولو کي پرې سبا شو نو روژه دې نه نیسي
عالمګیري ص ۲۰۷ ج ۲
٫٫٫
مسئله
شیخ فاني یعنی داسي کمزورئ بوډا سړئ چي دهغه دروژې نیولو نه په مستقل طور سره معذورت وي او هغه په کال کي په یو موسم کي هم روژه نه سي نیولای نو ده ته دروژې نه نیولو اجازت شته٫ هغه دې دهرې ورځې په بدله کي دصدقه فطر په مقدار فدیه ادا کوي او داحکم دهغې روژې متعلق دئ چي پخپله اصل او مقصود وي٫ لکه دقضایي رمضان روژې٫ دنذر٫ او داظهار دکفارې روژې او دافطار روژې او دقسم دکفارې روژې یا دقتل دکفارې روژې نه عاجزه وي نو فدیه نه شي ورکولای ځکه چي داروژې په خپله مقصود نه دي بلکه دبل څیز بدل دي او قدیه که درمضان په شروع کي په یوځل ورکوي یا ددې نه پس او که دیÙ
�ې روژې فدیه دیو مسکین پر ځای که پر ډیرو مسکینانو تقسم کړي نوبیا هم جایز دي او دقدیې ادا کولو نه پس که دروژې نیولو طاقت پکښي پیدا شو نو دروژې نیول ضروري دئ او هغه فدیه نفلي فدیه شوه او که دغربۍ په وجه دفدیې ورکولو څخه هم عاجزه وي نو بیا دې توبه او استغفار کوي
عالمګیریه ص ۲۰۶ ج ۲ ـ ردالمختار ص ۴۲۷ ج ۲
مع تحریر المختار
٫٫٫
دراجع قول مطابق دصدقه فطر پشان دډیرو روژو قدیه یو مسکین ته ورکولئ شي٫٫٫
کذا فی امداد الفتاوی ص ۴۳۸ ج ۴
٫٫٫٫٫٫٫٫
مسئله
که دچا روژه ماته شوه نو ددې دقضا پر وخت دوخت تعین ضروري نه دئ چي دفلاني تاریخ یا فلانۍ ورځې روژه نیسم او که دیو رمضان ډیري روژې وي نو بیا هم ددې تعین کول ضروري نه دئ بیا هم که تعین وکړي چي دا دړومبۍ روژې قضا کومه او دا ددویمې نو بهتره ده او که دمختلیفو رمضانونو روژې وي نو دهر رمضان دروژې نیت کول ضروري دئ
البته په دې کښي دفقهاوو اختلاف دئ یعنی که یې بغیر له تعینه ونیسه هم جایز دئ خو احتیاط په دې کښي دئ چي متعین یې کړي یعنی چي دا دفلاني رمضان دړومبۍ روژې قضا ده او دا ددویمې
ردالمختارص ۷۳۴ ج۶
٫٫٫
مسئله
یو معزور یا مرض دمختلیفو کالونو فدیه ورکول غواړي او په فدیه کښي دغلې پر ځای دغلې قیمت ورکول غواړي نو هغه قیمت دې ورکړي چي کوم ددې داداکولو په وخت کي وو نه ي دهغه وخت په کوم کښي چي فدیه پر واجب شوې وه ځکه چي په دې کښي اصل واجب غنم دي قیمت ددې قائم مقام دئ نو ځکه به دادا کولو دوخت اعتبار وي
احسن الفتاوی
ص ۴۴۱ ج ۴
٫٫٫٫٫٫٫
مسئله
چي کوم سړئ دڅه شرعي عذر په وجه روژه ونه نیسي یا یې ونیسي او بیایې ماته کړي او بیا عام یعنی دخلګو په مخکي خوراک اوڅښاک وکړي نودا واجب القتل دئ ځکه چي دئ په دین پورې خنداکوي یا ددین له یو بنیادي حکم څخه منکر دئ٫ یقتل لانه مستهزئی بالدین اومنکر لما ثبت منه بالضروة ولا خلاف فی حل قتله ولامربه ٫ ردالمختار
٫٫٫ خو دده قتل کول دحکومت ذمواري ده دیوعام سړی دپاره داسي اقدام کول جایزنه ديالبته پر عوامو لازم دي چي له داسي سړي سره تعلقات پریږدي تردې چي هغه له دې ګناه کبیره څخه توبه وباسي
٫٫٫٫
مسئله
ماشوم که دلسو کالو سي او دده قوت اوصحت داسي وي چي په اسانۍ سره روژه ساتلئ شي نو دده پر مشرانو باندي که هغه پلار وي یا استاذ لازم دي چي په ده باندي روژه ونیسي که یې نه نیسي نو هغه دي ووهي اوروژه دې په نیسي که پوره میاشت روژې نه سي نیولای نوچي څومره روژې په اسانۍ سره نیولای شي نو هغه دي ونیسي که روژه ونیسي اوبیا یې ماته کړي نو پر ده قضا نشته خو که لمونځ مات کړي نو دوباره دې په وکړي
ردالمختارص ۴۰۹ ج۲
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په پښتنه مینه
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
وروستي