پناه غوښتونکي بايد سمندر کې وپېژندل شي

روهي (نۍ/٢٤مه د وږي)، د اسټريا کورنیو چارو وزیر هربرت کیکل وايي، پناه غوښتونکي بايد سمندر کې وپېژندل شي.
 
هربرت کيکل، په دې باور دی، چې د پناه غوښتونکو د پېژندنې عمليات او د اصلي پناه غوښتونکي له هغو جلا کول، چې د پناه ورکولو وړ نه دي، باید کښتيو او سمندر کې ترسره شي.
 
نوموړي دغه وړاندیز پرون جمعه د اروپايي او افریقایي وزیرانو غونډه کې د مهاجرت نوې تګلارې ته وړاندې کړ.