
روهي (جمعه/۲۳مه د وږي)، د فلورانس په نوم سخت طوفان د امریکا کارولینا ايالت ساحلي سيمو ته رسېدلی او د سمندر اوبه یې د ساحلي ښارونو کوڅو ته ورپورته کړي، چې نتیجه کې یې شاوخوا ۸۰ زره کسان له برېښنا بې برخې شوي دي.
ویل شوي، چې د سمندر د اوبو سطحه د ۳.۵ مترو په اندازه پورته شوې، چې د ښارونو پر سړکونو یې سېلابونه روان کړي دي.
اټکل کيږي، چې د شدیدو اورښتونو له امله به راتلونکو ورځو کې د اوبو سطحه یو متر نوره هم لوړه شي.
ددغه طوفان اوج کې د باد سرعت ساعت کې تر ۲۵۵ کېلومترو پورې رسېده، خو اوس ویل کېږي، چې لږ شوی او په ساعت کې ۱۵۵ کېلومتره اټکل شوی دی.
د کارولینا زيات ساحلي ښارونه تخلیه شوي او د جورجیا تر جنوبي سیمو پورې ډېری ښوونځي او سوداګریز مرکزونه بند دي.
تر دې مهاله يادې سیمې ته ۱۵۰۰ پروازونه هم لغوه شوي دي.