لمر د چینارونو له څوکو څادر ټولولو، له جیب څخه مې سګریټ را ویستل، د ویالې په غاړه مې په په روانو اوبو کې پښې کېښودې، د سګریټ پیلټر مې په شونډو کې ونیو، د لایټر ژېړې لمبې ته مې ور نږدې کړ، تریخ دود مې سپوږمې وتخنولې، پایڅې مې را پورته کړې، جیب ته مې لاس کړ، موبایل مې را ویست، شایسته ګل ته مې زنګ وکړ، څو پر له پسې زنګونه یې تېر کړل، ځواب یې رانه کړ، سندره مې پلې کړه. د لوړو چنارونو په منځ کې یخ شمال او د مرغانو زمزمو مې روح تازه کوله. وړاندې د مېږو په غاړه کې کړنګیو بل شانته ښایسته اواز د ماښام چوپتیا ماته کړې وه، موبایل ته مې زنګ راغی، سکرین مې له نظره تېر کړ، ښایسته ګل و، ځواب مې ورکړ:
- بلې!
په لنډو کې یې راته وویل:
- زنګ دې راغلی و
زر مې ورته کړل:
- هو ما ویل رابه شئ د لوړ څلي خواته
کړل یې:
- سمه ده
ما بیا ورغبرګه کړه:
- ځیرک هم درسره راوله
ده په نه زړه وویل:
- ګورو به...
سندره مې بیا ځلي پلې کړه، وړاندې مې په دوو سپیو سترګې ولګېدې، مستۍ یې کولې په یو بل یې ورو ورو خولې لګولې، رانه لرې و؛ خو داسې راته ښکاره شول لکه ښځه او نر چې وي، په همدغه ننداره کې وم چې ښایسته ګل را باندې غږ وکړ:
- چېرته یې وه د ناځوانه زو...
پورته شوم، غېږ مې ورته خلاصه کړه، غاړې مو سره ورکړې، دویمه پوښتنه مو هم سره وکړه، له څنګ سره مې کښېناست، د دواړو مجلس ګرم و، چې له پاسه مرغۍ د ښایسته ګل په اوږه غول وکړل، ده ماته یې وکتل، له قهره تور او شین واوښت، پورته شو لږ ظهیر غوندې ښکارېدو، ټوپک ته یې مرمۍ ور تېره کړه، راته یې وویل:
- قسم ده چې څو دانې خو ونه ولم
په ولي مې لاس ور کېښود:
- پرېږده ولې یې ولې، واخله دا زما په دسمال دې اوږه پاکه کړه
ښه شېبه غلی شو، خو نه پوهېږم داسې ښکارېدو لکه زما نه چې ظهیر شوی وي، بیا یې د ټوپک خوله پورته ونیوله، یوه سترګه یې پټه کړه، د ټوپک کونداغ یې د ښي لاس مټه ته تکیه کړ چې ماشې ته یې فشار ورکولو، یتیم د خاله زوی مې سترګو ته ودرېد، غږ مې ورباندې وکړ:
- مه وله په دې وخت کې مرغۍ چیچي زیږوي
په همدې خبرو کې ورسره بوخت وم چې سپین ږیری کلیوال مو راغی، د بلچې له کړنګهاري سره یې ټولې مرغۍ والوتې، قراره قراري شوه، موږ یې د مرغانو له ښایسته زمزمو څخه محرم کړو، قهر یې کښېناست د ځیرک پوښتنه مې وکړه:
- ځیرک ته د زنګ وکړ
ده زر را غبرګه کړه:
- نه ورکه هغه اوس ډېر مغروره شوی دی
ما ورو وویل:
- ولې
ده کړل:
- ابله ورځ مې ښار کې ولید، تورې عینکې یې اېښې وې، همداسې رانه تېر شو، لکه چې نوي دنده یې پیدا کړې ده. اوس دومره ورسره په غرور کې شوی چې چاته ګوري هم نه، بیا ماغوندې نږدې ملګري ته...
ورته کړل مې:
- نه یې خبر
ده وویل:
- نه څنګه؟
سترګې مې له اوښکو را ډکې شوې، ده ورخطا ورخطا په رډو سترګو راته کتل، غریو ونیولو، ده په ورخطایي سره وویل:
- ووایه څه کیسه ده؟
ورته کړل مې:
- په تېر جنګ کې بیچاره ته دمرمۍ پارچه ور والوته هغه یې په سترګه کې ولګېده دا یې شپږمه میاشته ده چې بیچاره ړوند شو، هغه بله سترګه خو یې له وخت ضعیفه وه.
پای
۹۷ د وږي ۲۱مه ـ کندهار عینو مینه
وروستي