
روهي (جمعه/۲۳مه د وږي)، د امريکا باسټن ښار ته نږدې د ګازو نل کې چاودنې يو تن وژلى او ١٠ نور ټپيان دي.
چارواکي وايي، دغه چاودنه ٤٠ کورونو کې د اورلګېدو سبب شوې، چې د سيمې اوسېدونکي يې مجبوره کړل، څو له خپلو کورونو ووځي.
وروسته د اور وژنې عمله سيمې ته رسېدلې او د اور وژلو او ګازو د جريان بندېدو هڅه يې وکړه.
چارواکو ويلي، ددغي پېښې په اړه څېړنې کوي.