
روهي (پنځه نۍ/۲۲مه د وږي)، هسپانیا اعلان وکړ، چې سعودي عربستان ته به د ۴۰۰ لايزري لارښوونکو بمونو لېږد بياځلې پیل کړي.
د هسپانيا بهرنیو چارو وزیر پرون سه شنبه وویل، د هغه تصميم خلاف، چې پر سعودي عربستان د بمونو پلورل لغو شول، پرېکړه شوه، چې پر ریاض به ۴۰۰ لارښوونکي لايزري بمونه وپلورل شي.