
روهي (پنځه نۍ/۲۲مه د وږي)، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون یو نوی فرمان صادر کړ، چې پکې راغلي، هغو بهرنیانو ته به جزا ورکړي، چې د امریکا ټاکنو کې لاسوهنه کوي.
دا فرمان داسې مهال کې صادر شوی، چې د ډونالډ ټرمپ پر حکومت انتقاد کیږي، چې د امریکا ټاکنو ته متوجه ګواښونو ته په جدي نظر نه ګوري.
د امريکا د ملي استخباراتو مشر دان کوټس ويلي، تراوسه د امريکا ټاکنو کې د روسیې د جدي مداخلې شاهد نه دی، خو روسیې د ۲۰۱۶م کال په ولسمشريزو ټاکنو کې لاسوهنه کړې وه.
نوموړي زیاته کړې، چې د ولسمشر فرمان یوازې روسیې ته متوجه نه دی، چین، شمالي کوریا او ایران نور احتمالي خطرونه دي.