امریکا ایران تورن کړ، چې عراق کې پخپله ګټه بریدونه کوي

روهي (پنځه نۍ/۲۲مه د وږي)، سپینې ماڼۍ ویلي، امريکا به عراق کې د متحده ایالاتو په ګټه کې د ایراني متحدینو هر ډول برید ته چټک او پرېکنده ځواب ووايي.
 
سپينې ماڼۍ پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ايران تورن کړ، چې د عراق بصره کې ښار کې يې د امريکا پر سفارت او قونسلګرۍ د وروستيو بريدونو د مخنيوي اړوند کوم اقدام نه دی کړی.
 
خبرپاڼه کې ویل شوي، ایران هڅه نه ده کړې، چې عراق کې د خپلو متحدینو لخوا دغه بریدونه ودروي، په داسې حال کې چې دغه متحدین د ایران لخوا تمویليږي، وسلې او پوځي روزنه ورکول کیږي.