
روهي (څلورنۍ/٢١مه د وږي)، دوبۍ کې يوه نشه هندي تبع خپل د اطاق ملګری ټيلفون کې د لوړ اواز خبرو کولو له امله وژلی دی.
دغه هندی عربي متحده اماراتو کې پرون سه شنبه د خپل کوټې د ملګري په وژنه تورن وپيژندل شو.
تورن پېژندل شوی ٣٧ کلن هندی دوبۍ کې د يوه رغنيز شرکت کارکوونکی دی، چې تېره مارچ مياشت کې يې د نشې پرمهال خپل د اطاق ملګری په ټيلفون د په زوره خبرو کولو له امله په چاقو سره وژلی او تر بريد وروسته تښتېدلی دی.