
روهي (درې نۍ/۲۰مه د وږي)، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبرداری ورکړ، چې که د سوریې ادلب کې د وسله والو مخالفینو پرضد د دولتي ځواکونو حملې دوام وکړي، نو د یوې بشري فاجعې خطر شته.
اردوغان دغه څرګندونې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته کړي دي.
نوموړي ویلي، نړیواله ټولنه باید ادلب کې یو اقدام وکړي، کنه تاوان به یې ټوله نړۍ وويني.
وړاندې د ترکیې دفاع وزیر هم ویلي وو، چې ادلب کې ځمکنۍ او هوايي حملې باید ژر تر ژره بندي شي او د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه کې دې اوربند عملي شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې او سوریې جنګي الوتکو ادلب کې د پراخو پوځي عملیاتو د تیارۍ په ترڅ کې بیاځلې هوايي حملې پیل کړي دي.