
روهي (درې نۍ/۲۰مه د وږي)، د امریکا د «CBS» ټلوېزیون مشر لس مونویز د ښځو په جنسي ځوورونه تر تورنېدو وروسته خپله دنده پرېښودل.
پرون دوشنبه د هغه په ضد د شپږو مېرمنو تورونه په نیویارکر امریکايي مجله کې خپاره شول، چې لګېدلیو تورونو کې جنسي ځورونه هم شامله ده.
سي بي اېس ټلوېزيون اعلان وکړ، چې ددغو تورونو له څېړلو وروسته یې پریکړه کړې، چې ددغه ټلوېزيون د رئيس مونویز سره د دندې پرېښود هوکړه وکړي، داسې هوکړه، چې له مخې به یې مونویز ۱۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي.
مونویز ویلي، چې هیڅکله یې له خپل واک څخه ښځو ته د نژدې کېدو لپاره ناوړه ګټه نه ده پورته کړې.