
روهي (درې نۍ/٢٠مه د وږي)، د ترکيې دفاع وزير هولوسي اکار وايي، د سوریې ادلیب کې باید ژر تر ژرخ ځمکني او هوايي بریدونه پای ته ورسیږي او د یاغیانو تر واکمنۍ لاندې سیمه کې دې اوربند پلی شي.
نوموړي دا خبره وروسته تر هغه وکړه، چې روسیې او ایران ادلیب کې چې سوریه کې د حکومت ضد وسله والو وروستی پوخي مورچل ګڼل کیږي، د ترکیې لخوا د اوربند غوښتنه رد کړه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ويلي، له هغه وخته چې ادليب کې بمبارۍ پیل شوي، تر ٣٠٠٠٠ زیات کسان له خپلو کورونو تښتیدلي دي.
هاخوا د سوريې پوځيان چمتوالی نیسي، څو د حکومت ضد وسله والو څخه د ادلیب د نیولو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل کړي.