
روهي (دوه نۍ/١٩مه د وږي)، ایران د یورانیمو د غني کولو لپاره د نویو پرمختللو دستګاوو د نصبولو خبر ورکړی دی.
د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې رئيس وايي، ایران د پرمختللو سنټرفیوژنو تأسیسات تکميل کړي او تهران اماده دی، چې د یورانیمو د غني کولو وړتیاوې لوړي کړي.
د يادې ادارې مشر علي اکبر صالحي تېر جون میاشت کې ویلي، وو، چې د نتنز اټمي تأسیسات به یوه میاشت کې بشپړ شي.