سبا جده کې د افغان سولې اړوند غونډه جوړيږي

روهي (دوه نۍ/١٩مه د وږي)، د سولې عالي شورا مرستيال وايي، د افغان سولې اړوند سعودي عربستان کې جوړېدونکې غونډه به ښې پایلې ولري.
 
حاجي عزیزالله دین محمد رسنيو ته وويل، سعودي عربستان د وسله ‎والو پر ملاتړو هېوادونو نفوذ او ښې اړیکې ورسره لري.
 
نوموړی وايي، له سعودي عربستانه دا ډول غوښتنه د مخکني ولسمشر حامد کرزي دوره کې هم شوې وه، خو سعودي عربستان د دا ډول غونډو د کوربه توب لپاره شرط درلود.
 
ټاکل شوې، سبا سه شنبه د اسلامي همکاریو سازمان له لورې د سعودي عربستان جدې ښار کې د سعودي د پاچا سلمان بن عبدالعزیز ال سعود په وړانديز د افغان سولې اړوند غونډه جوړه شي.