
روهي (دوه نۍ/١٩مه د وږي)، ټاکل شوې، روسیه سبا سه شنبه د خپل تاریخ تر ټولو پراخ پوځي تمرينات پیل کړي.
د روسيې نظامي چارواکو ویلي، د شوروي اتحاد د واکمنۍ تر کلونو راوروسته ددغو پوځي تمريناتو ساری نه ليدل کيږي.
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ويلي، شاوخوا ۳۰۰ زره سرتېري، ۳۶ زره پوځي وسایط، تر زرو ډېرې الوتکې او ۸۰ جنګي بېړۍ دغو پوځي تمریناتو کې ګډون کوي.