آزادي د ژوند د پيغلـــــې ګاڼــه بويــــــه
آزادي د سل رنګــه ښايست چــــېنه ده
آزادي د وړانګــــــو دنګـــــه مــــيناره ده
ورنسکــــــــوره هـــــــــره ګل ګل زمانه ده
چې پراته یې منځ کې واړه کاینات دي
آزادي د قدرت هغـــــــــــــه دايـــــــــــــره ده
انسانيت چې يې د ذوق پر شونډو لولي
د فطرت په لاسو کښلــــــــــــې ترانه ده
آزادي دکيف لبــــــــــــــريزه پيمانــــــــه ده
لکه مور لکـــــه جانان ،جانان خوږه ده.
ــــــــــــــــــ
آزادي د باد ورغــــــــوي کــــې ډيوه ده
نو اسان يې بلــــــــول نه دي جـــــانانـــه
آزادي تازه په يو سمنـــــــــــــــدر وينــــــو
تش په خوله یې لوړ ساتل نه دي جانانه
آزادي راوړل د قاف غره مــــــاتول دي
د پاخه فصل ریبل نه دي جانانــــــــه
آزادي د لمـــــــــر د بام پر سر قدم دی
دخپل کور بام ته ختل نه دي جانانه
آزادي ده د جـــــــــــاهل دور وژنـــــــه
آزادي د ورور وژل نه دي جانانــــــه
ـــــــــــــــــــــــــــ
له ادمه تر دې دمه پرې ژوندي يم
آزادي زما سمــــــبول زما نښان دی
رڼه ستوري لکه اوښکې پرې راوري
دا زما د ازادۍ د عشق ګریوان دی
د نړۍ د ازادۍ د تاریخ یون کې
طلايي تاریخ زما په کې روان دی
زما وجود د ازادۍ له خټو جوړ دی
آزادي زما مذهب زما ایمان دی
چې پر سر مې د ویاړونو توغ رپيږي
نوم مې ګران افغانستان افغانستان دی
۲۸ زمري ۱۳۸۷
سيدجيلاني جلان - کابل –انټر کانټينټل هوټل . دا زادۍ مشاعره
وروستي