پوتين د شمالي کوريا اټومي پروګرام اړوند د اسيايي هيوادنو له رهبرانو سره خبرې کوي

روهي (دوه نۍ/١٩مه د وږي)، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين به ددې اوونۍ تر پايه د اسيايي هېوادونو له رهبرانو سره خبرې وکړي.
 
د پوتين او اسيايي رهبرانو بحثونه به د شمالي کوريا پر اټمي پروګرام په داسې حال کې متمرکز وي، چې پيونګ يانګ له واشنګټن سره د اړيکو ښه کولو لپاره خپلې هڅې ټکنۍ کړي دي.
 
ولاديمير پوتين به د جاپان له صدراعظم شينزو ابه، د چين له ولسمشر شي جين پينګ او د جنوبي کوريا له صدراعظم لي ناک يون سره د روسيې بندري ښار ولادي وستکوک ښار کې وويني.
 
نوموړی ښار له سبا سې شنبې څخه تر راتلونکي پنجشنبې پورې د يوې اقتصادي ناستې کوربه دى.
 
د جاپان له صدراعظم شينزو ابه سره به د ولسمشر پوتين دغه کتنه د اقتصادي اړيکو پر ښه والي او سوداګريزې راکړې ورکړې متمرکزه وي.