
روهي (دوه نۍ/١٩مه د وږي)، د جرمني پولیسو دوه افغان مهاجر د یوه ۲۲ کلن جرمني د وژنې په تور نیولي دي.
د جرمني پولیسو ویلي، چې دغو دوو افغان مهاجرو د جرمني ختیځ ښار کوتن کې له یوه ۲۲ کلن جرمني سره جګړه کړې وه، چې جرمن ځوان تېره شنبه ناوخته ساه ورکړه.
د جرمني پولیسو او څارنوالانو ویلي، دوه افغان تبعه مهاجر د جرمن ځوان د وژنې په تور په بند کې اچول شوي دي.
پولیسو ویلي، دغه پېښه به په هر اړخېزه توګه وڅېړل شي.
کوتن کې دا جرمن ځوان داسې مهال وژل کيږي، چې دوې اوونۍ وړاندې شیمنیتز کې هم یو جرمن تبعه د چړو په ګوزارونو ووژل شو، چې له امله یې د کډوالو ضد سیاستوالو او پلویانو لاريونونه هم وکړل.