د ازادي ورځ په غلامي كي

صاحبزاده
په كال 1298 هـ ش د زمري په 28 نيټه زمونږ نيكونو ګران هيواد د اشغالګرو سړي خورو انګريزانو څخه خلاص كړلو او ازادي يي اعلان كړله نو د هماغه وخت څخه دغه نيټه زمونږ دولس اوهيوادپه تاريخ کې له وياړونو ډکه ورځ اوله خوښيو برخمنې شيبې وي مونږافغانان به په دغه نيټه دخپلوپلرونواونيکونوپه ميړانواوقهرمانيوفخراو افتخار كولو او دتل لپاره مو دعبرت اوالهام اخستنې سرچينې ګرځولي ، دا چي زمونږنیکونو په خپل غیرت ، زړورتیا اود خپل بدن د وینی په بیه، انګریزان له ملک څخه وشړل نو دهماغه ورځي څخه زمونږ د هيواد ازادي د دشمنانو په زړونو ښه نه لګيدله نو هر قسم توطئ او سازشونه يي زمونږ د هيواد پر ضد كول څه ښكاره مداخلي څه پټي لاسوهني خو افغانانو سر وركړي خو سنګريي نه دي وركړي هميشه يي د اشغالګرو مخي ته خپلي سيني سپر كړي دي ددي پروا يي نه ده كړي چي ددوي مقابله د چا سره ده ايا دهغوي او ددوي نظامي طاقت سره انډول دي او كه نه خو دوي همدا يواځي يو شعار لاندي جنكيدلي چي مونږ افغانان يو چاته سر نه ټيټو او خپله خاوره مونږ ته د خپل ځان نه هم ګرانه ده او مونږ كله هم خپل دين او وطن د بل په قدمونو كي نه شو كيښودلي او ددي نه به په هرقيمت دفاع كوو او دا مونږ ته د اول پښتون د پيدايښت نه په ميراث كي پاتي ده خو د بده مرغه كله كله د افغانانو په مينځ كي داسي بي غيرتان او بي شرمه هم پيدا شوي دي چي د افغان په نوم باندي يي انسانيت شرميږي افغانان خو لا پريږده ، څه په كي د انكريزانو غلامان وه او دشاه شجاع په نامه راوړاندي شول خو افغانانونه هغه خپل مشر ګڼلو او نه يي د هغه بادار مكناټن ، هماغه وه چي غيرتي افغانانو ددغه غلامانو بادار مكناټن هم دجهنم كندي ته وليږلو او دا يي ثابته كړله چي افغانان ازاد قوم دي او ازاد پيدا شوي هيڅكله د چا غلامي نه مني او د ازادي څخه خپل سرونه قربانوي او يو ساعت ازادي ورته د ټول عمر د بي غيرتي نه غوره ده .
وروسته بيا دلينن غلامان رامينځته شول او غوښتل يي چي د هغه ناكامه او پوچه مفكوره زمونږ په ازاد قوم باندي وتپي او دادي تاريخ نن هاغه لنډغر هم د دوهم شاه شجاع په نامه يادوي ، خو دهماغه افغانانو بچيو كومو چي انكريزانو ته غاښ ماتونكي ځواب وركړي وو روسانو ته يي داسي غاښ ماتونكي ځواب وركړلو چي اخر كورباچوف په دي مجبوره شولو چي خپل ناپاك عسكر زمونږ د پاكي خاوري څخه په ټيټو سترګو وباسي، او له نيكه مرغه زمونږ د ازادي او په دين او وطن مينتوب هاغه ملكونه هم راويښ كړل كومو چي دلينن د ناپاكي مفكوري لاندي استعماري ژوند تيرولو ترڅو د شوروي نه ازادي واخلي هماغه وه ټولي مستعمري يي ازادي شولي او د شوروي اتحاد نه اوس روسيه جوړه شوله او هاغه د كبر او غرور او دبدبي خوبونه يي ورته افغانانو تش خيالي خوبونه پاتي كړل كوم چي يواځي اوبو ته تيريدي شي اوبس.
دروسانو د وتلو نه وروسته افغانان د هغوي د مزدورانو د شړلو او هماغي مفكوري د نابودي كندي ته د رسولو لپاره هم خپل جهاد ته ادامه وركړله ترڅو دلينن غلامان هم نسكور شول او افغانان په رښتوني معني د ازادي درشل ته ورنيزدي شول خو دبده مرغه زمونږ مشران په نړيوال استخبآراتي جال كي ګير شوي وه كومو چي نه غوښتل افغانان دي په خپل هيواد كي په ازادي شپي ورځي تيري كړي نو په خپلو كي يي سره اړم كړل هم يي زمونږ جهاد بدنامه كړلو او هم يي زمونږ ازادي يوځل بيا غلامي ته ورمخ كړله هماغه وو چي د دنيا يو بل صليبي طاقت او د بيزوكانو بچيو زمونږ په هيواد يرغل وكړلو او يوځل بيا يي زمونږ ازادي په غلامي بدله كړله او دا تير نه كاله ددوي وحشي عسكر او زمونږ د ګران هيواد اصلي او غيرتي بچي سره په جګړه لګيا دي نو په داسي حالت كي به مونږ څنګه يوځل بيا د ازادي نوم واخلو او دا ووايو چي د افغانستان د ازادي ورځ كه په رښتيا ووايو نو دا ورځ هريوه حكومت په خپل وخت لمانځلي جشنونه او ميلي يي كړي رسمي ګذشتونه يي كړي او هرڅه يي كړي حتي د كارمل ، نجيب او رباني په څير غلامانو هم همدا ورځ لمانځلي او دي ورځي يي ته يي دازادي ورځ ويلي ده او دادي دا نني واګداران يي هم دازادي د ورځي په نوم لمانځي رسمي رخصتي اعلانوي جشنونه كوي او ملت ته د مباركي پيغامونه ورليږي او هيڅ ورته د ټولي كفري نړي عسكر نه ښكاري او دا ورته شرم هم نه ښكاري چي زمونږ نيكونو د برتانويانو څخه ازادي اخستي وه او د خپل هيواد څخه يي په ټيټو سترګو شړلي وه خو د بده مرغه د هغوي لمسيان د خپلو نيكونو د كسات اخستو او د نيكونو د زاړه خوبونو د تعبير سره يوځل بيا راغلي تر څو د خپلو پلرونو خوبونو ته هم شرميدلي تعبير وركړي او د هغوي هغه خوبونه رښتيا كړي چي دغه د زمريو خونه مونږد خپل اشغال لاندي راولو او لګيا دي د خپلو نيكونو بدل زمونږ نه اخلي دا چي پرون زمونږ نيكونو ددوي نيكونه وهلي ټكولي او شرميدلي شړلي دي نن دوي لګيا دي زمونږ په كورونو ننوځي حيا عزت او ابرو مو لټوي نو ايا بيا هم مونږ د ازادي نوم په خوله واخلو او د ازادي د جشنونو د پاره مټي او لستوڼي واچوو، دغه دازادي ترانه ويونكي او ډنډوره وهونكي هماغه توريالي دي چي پرون يي د شوري د بيرغ لاندي هم همدا غورځي پرځي كولي او د هيواد جشنونه يي لمانځل نن بيا د انكريزانو او ټولي كفري نړي د بيرغونو لاندي يي لمانځي ، كه پرون كمونستانو د ازادي جشنونه د روسانو د توپ او ټانك سره لمانځل خو دا يي ويل چي برتانويان مو شړي او دا خبره خو صحيح هم وه خو نني په كومه خوله د ازادي جشنونه لمانځي چي پرون مو نيكونو انګريزان شړلي دي خو نن دغه ګوډاګيانو د همغوي لمسيان دخپلي غلامي د پاره راوستي دي ددي دواړو تر مينځ ډير زيات فرق دي، نو په داسي حال كي چي دا دتاريخ يو تور باب دي چي ددنيا په هيڅ تاريخ كي به داسي نه وي شوي چي د ازادي اخستل شوي په وجود كي دي د ازادي غورځي پرځي وشي نو مونږ هم دا ازادي او جشن د دنيا په تاريخ كي لومړي ازادي او جشن ګڼو چي د نيكونو څخه يي ازادي اخستل شوي وي خو لمسيان دي زمونږ د امنيت ساتني په نامه يوځل بيا راغلي وي او په ځمكه يي پياده وحشي عسكر وي او حتي د ازادي د جشنونو او پروګرامونو امنيت دي هم دوي نيولي وي او په هوا دي ددوي جهازونه وي خو ددي سره دي بيا هم مونږ د ازادي نوم وركوو نو همدي ته چي ازادي ورځ په غلامي كي ونه وايو نو څه ورته ووايو او كه د ازادي وياړ چاته په برخه كيږي هاغه د هاغه شاه زلمو ته وركړل شي چي تيره ورځ يي نيكونو د انګريزانو څخه ازادي اخستي وه پرون يي پلرونو د سرو روسانو څخه اخستي او هغوي يي تيټي سترګي شړلي او نن دوي لګيا دي هڅي او هاندي كوي چي د صليبيانو څخه ازادي واخلي نو د ازادي اتلان او د وزير اكبر خان بچي همدا دي نه هاغه پردي پالي چي خپلو بادارانو ته د وزير اكبر خان مډالونه په اوږو ټومبي او هغوي ورته لا زيات د هيواد غيرتي بچيان په وينو كي لړي او ددوي د ظاهري غورځو پرڅو هم پروا نه كوي نو په كومه خوله به د ازادي نوم واخلو او خوشحالي ورته وكړو ددي نه خو د غلامي جشن لمانځل ډير ښه وي چي بادار لږه نوره پرزوينه پري وكړي.