
په رښتيا سره هم افغانستان د تجربو او ازميښتونو دپاره يو جوړ هيواد دي هره مفكوره چي وي د هغي پلويان كوشش كوي چي هغه پر مونږ راوتپي او تجربه يي كړي او دوي وګوري چي څه رد عمل او بد تاثير خو نه لري ، لري نه ځو تيره پيړي كي كه وګورو روسانو چي پوره په خپلي پوچي مفكوري عملي كوونكي نه وه خو بيا يي هم زمونږ هيواد ته خپله پوچه او ناګاره كمونيستي مفكوره راوړله تر څو يي دلته عملي كړي او وګوري چي څومره كاميابه ده او خپله يي دا حال وو چي پوره په پوره په كمونيستي يي عمل هم نه كولو ځكه په كمونيستي نظام كي هر څه مشترك وه لكه ويل به يي چي ( زر زمين زن) د ټولو د پاره دي ، يعني له دي درواړو څخه هر سړي استفاده كولي شي او هيڅوك دا توان نه لري چي بل كس ددي څخه د استفادي نه منعه كړي ، خو دوي داسي نه كول بلكي په دي نقطه او بنيادي ټكي يي عمل وروسته پريښي وو تر څو يي په افغانستان كي پلي كړي كه نتيجه يي وركړه نو بيا دوي هم تيار وه چي عملي يي كړي او كه ناكامه شوله نو دوي به يي هم يو مترادف اساس تر كار لاندي ونيسي ، خو نيكه مرغه چي ددوي دغه پوچه او ناكاره مفكوره لا څه چي ټوله امپراطوري يي ختمه شوله او ټوله نړي يي د شر او ويري څخه خلاصه شوله خو مونږ افغانان لا اوس هم د ويري او ترهي شپي او ورځي سبا كوو ځكه شورويانو خو مونږه مات كړل خو د بده مرغه دهغوي بل انډول ته ميدان خالي پاتي شولو نو بيا دوي هم د هغوي په پلونو روان شول او په ګران هيواد يي راته يرغل وكړلو ، هغوي د كمونيستي او د لينن په پوچه او ناچله مفكوره وژلو كومي ته چي خپله هم تيار نه وه چي سل په سلو كي يي عملي او پلي كړي او دوي مو د ديموكراسي په نوم وژني او وحشي زندانونه راڅخه ډګوي ، ديموكراسي يوه بيله پوچه او ناچله مفكوره ده نه غواړم په دي كرښو كي د هغي د حل او حرمت او تاريخي شاليد ته كتنه وګړم بلكي يواځي د هغي د يو بنيادي او اساسي نقطي په اړه غواړم څه وړاندي كړم او هغه د بيان ازادي ده ، دا چي امريكايان او ملګري يي د كال 2001 څخه زمونږ په هيواد راختلي دي او دا يي د ځان دپاره يو مفتوحه هيواد اعلان كړي او چي څه يي زړه غواړي هغه كوي نه ورځ ګوري نه شپه نه روغ ګوري او نه ناروغ نه ځوان ګوري او نه بوډا خو چي څه يي زړه وغواړي هغه كوي خو نوم ورته د ديموكراسي وركوي او په ډير واز كومي دا غږ هم كوي چي مونږ دلته ددي دپاره راغلي يو چي افغانانو ته يوه سوچه ديموكراسي وړاندي كړو دوي خپل هيوادوال هم په همدي تير ايستلي دي چي غواړي افغانانو ته د ديموكراسي تحفه وړاندي كړي خو ددوي نه څوك دا پوښتنه نه شي كولي چي ايا تاسي په خپلو ټولنو او هيوادونو كي پوره په پوره ديموكراسي پلي كړي ده، كومي ته چي تاسي په كاغذي او رسمي شكل كي ديموكراسي وايي هغه په هيڅ صورت كي عملي شوي نه ده او نه تاسي ورته ژمن ياستي بلكي د ديموكراسي هغه اړخونه پلي كوي په كوم كي چي تاسي خپل وحشي غريزي مړولي شي، ښځي لوڅول او بربڼدول او په عامو مجالسو كي خپل وحشي حيواني غريزي سړول او هم د حيواناتو په شان اوسيدل په هيڅ صورت كي ديموكراسي نه ده ، دا چي خبره رانه ډيره اوږده نه شي راځم دي خبري ته چي دديموكراسي په اساساتو كي د بيان ازادي ده نو اوس سوال دادي چرته چي د بيان ازادي نه وي هغه ديموكراسي ريښتوني ديموكراسي وي په هيڅ صورت كي نه وي ، نو دغه امريكايان دلته راغلي هم مونږ وژني او هم خپل ځانونه په غيرتي افغاني شاه زلمو باندي وژني ددي په خاطر چي مونږ ته ديموكراسي راوړي نو بيا ولي يي د ټولو اساساتو سره پلي كوي نه بايد لومړي يي په ځان پلي كړي بيا نورو ته ډالي كړي ، دوي چي د بيان ازادي څومره په خپل موټي كي نيولي په تاريخ كي داسي نه دي شوي ددوي په خلاف هيڅوك يوه مقاله نه شي ليكلي او نه يوه خبره كولي شي كه هرچا ددوي په خلاف وكړله سرنوشت يي ټولو ته معلوم دي، مونږ افغانان خو پريږده دادي اوس يي د خپل خونكار جنرال مكرسټال خبري هم برداشت نه كړلي شوي كومي چي هغه او د هغه كاري ډلي له خوانه په رولنك سټون مجلي كي خپاره شوي كومه چي ددغه مضمون ليكوال مائكل هيسټنكز سره كله چي هغوي د مكرسټل او دده د ډلي سره په پاريس كي وو كله چي اتش فشان غرونو په وجه اكثره هوايي كرښي بندي وي كړي وي او اوس چاپ شوي دي په كومه كي چي مكرسټل او دده ډلي په امريكايي چارواګو باندي نيوكي كړي وي او هم يي په كابل كي د امريكا په سفير نيوكي كړي وي نو امريكا دداسي يو غټ او لوي خونكار د اړخه هم دا خبري برداشت نه كړلي شوي د كومي په وجه چي په زرهاو مسلمانان شهيدان شوي ان تر دي چي افغانستان څخه مخګي يي په عراق كي هم خپل ماموريت تر سره كړي وو او د خپل ماموريت په وخت كي يي عراقي صدر صدام حسين ونيولو او بيا يي په دار هم وځړولو او همدا شان يي د عراق مبارزي اتل ابو مصعب الزرقاوي هم په شهادت ورسولو او هلته يي شيعه سني فسادات هم راوپارول او همداشان داسي تګلاري جوړي كړي وي چي عراقي اولس يي د مجاهدينو په خلاف راپورته كړي هم وو خو ددي ټولو ګړنو هيڅ ځاي ونه نيولو، سره ددي چي مكرسټل خپله غلطي او اشتباه هم ومنله خو بيا يي هم د خپلي وظيفي نه لري كړلو ، نو څه شوله هغه ديموكراسي، نو ايا ددي څخه دا نه ښكاري چي دوي لومړي په مونږ ديموكراسي ازمايي كه نتيجه يي ښه وه نو دوي به يي هم عملي كړي او كه ښه نه وه نو صهيونيت محرف عيسايت يهوديت خو چا وړي نه دي هغه به عملي كړي او چي څه يي زړه غواړي په هغي كي به يي ورځاي كړي ، ځكه مكرسټل هغه څه ويلي وه چي په كوم سره ددوي د نظر اړخ نه لګولو كني په دي كي خو څه خاص داسي خبره نه وه هرڅه چي وه هغه د مكرسټل خپل نظر وو او د زړه خوالي يي وي بايد د يموكراسي په بنا باندي هغه منل شوي وي نو مونږ به هم بيا ورسره دغه وحشي او لنډه غره ديموكراسي ته كتلي چي وګوري دوي لومړي په ځان هم عملي او پلي كړي ده ، ځكه دوي په مونږ په زرهاو ټنه درانه بمونه دهمدي لعيني ديموكراسي په سر راوروي خو خپله بيا يواځي د بيان ازادي هم نه شي منلي ، خو په اخره كي زه مكرسټل ته وايم چي ډير دي مسلمانان ووژل او هم دي اسلامي هيوادونو د اشغال دپاره تكليفونه تير كړل تر دي پوري چي د هماغه ظلمونو او ناكردي چي تا كړي او س چي درته رايادي شي نو په اكثره مجالسو كي درباندي بيهوشي هم راځي خو ددي ټولو سره بيا هم راځه داسي يوه مفكوره ومنه چي هلته ته خپلي خبري كولي شي او چي رښتيا او حقه وينا كوي ته به تقدير كيږي نه به د ويري لاندي راځي او نه به كوم تعزير درباندي وي راځه لومړي اسلام قبول كړه او د زړه نه توبه وباسه او ددغي پوچي او ناكاري مفكوري د عملي كولو څخه څه فايده درته ونه شوله بلكي په دنيا كي يي خپله نه شي عملي كولي نو په نورو به يي څه عملي كړي نو لومړي اسلام قبول كړه ، هم به په دي دنيا كي سرلوړي يي او هم به وروسته ځكه چي تا خو د ديموكراسي د پاره خپل ټول عمر وقف كړي وو او هر وخت په دي ويره كي وي چي هسي نه يو شاه زلمي راباندي فدايي بريد وكړي او ښځه مي ګونډه نه شي او بچي مي يتيمان نه دي ارام وو او نه هم هوسا ژوند راځه د ځمكي او اسمانونو پيدا كوونكي ته رجوع وكړه هغه بۀ درته ټول تير شوي ګناهونه هم معاف كړي او د ژوند نه به خوند واخلي هم به خوشحاله ژوند وكړي او د هيڅ شي فكر او ويره به درسره نه وي او هم به بريالي شي .