د ژورنالیستیکي ادب د انحطاط دور

د ډیرې مودې راهیسې د خپلو وطني ژبو ( پښتو او دري ) په لیکلو او لوستلو کې د ادبي ، املائي او انشائي کمزورتیاوو څخه سخت زوریږم چې ورسره ورسره په حکومت کې ددې کمزورتیاوو لرونکو صاحبانو زورورتیا را ته نور سر خوږی هم پیدا کړی دی او ورځ په ورځ زیاتیږي. څو ورځې وړاندې مې د بې بې سي پر ویب پاڼه د نجیب منلي یوه لیکنه (سر پسې مه خوږوه) ولوسته ، منلی صاحب نه یواځې منلی بلکه وتلی او ځلیدلی لیکوال دی ، داسې را ته وبریښیده لکه منلي صاحب چې ددې لیکنې په سرلیک راساً او خاصاً زه مخاطب کړی اوسم او خپل د زړه غم او غوسه یې له ما سره شریکه کړې وي. زه په خپله دې دعوا کې ریښتینی یم که درته ووایم چې ما تر اوسه د ملي دفاع ، کورنیو چارو او د مخدره موادو د وزارتخانو هیڅ داسې لیکلی یا لوستلی اعلان ندی لیدلی چې کومه املائي یا انشائي کمزورتیا وه نه لري (کیدای شي دا کار به هغوی د نظرماتي لپاره کوي). دا چې په پورته یادو وزارتخانو او یا نورو  ورته جهتونو کې دا کار څوک او د څه لپاره پر مخ بیایي ، ټول ښه پوهیږو ، روژه ده ، غاړه به نه بندوو. چې په حکومت کې د دارنګه فخرالعلماوو باګه وي نو د علم او ادب ترقي بې مهاره شي او بیا په بازارونو کې سودا ګانې هم د پښتو د (څ) پر ځای د عربي په (ص) خرصیږي.
د کابل په قلعه فتح الله کې د زرغونې لیسې ته نږدې د عمومي واټ پر سر د یوه دوکان پر تندي د څو مترو په اوږوالي یوه لوحه داسې لیکل شوې ده (دنیای گند افغانی).
 سره له دې چې د ګند کلمه په پښتو او دري کې په ګډ مفهوم کاریږي خو د دوکان مالک هماغه د په لاس ګندل شویو جامو نمونې د دوکان مخې ته ځړولې چې د لوحې د لوستلو څخه د اخیستل شوي اولیه ذهنیت تصحیح پرې وکړي.
له پیښوره د راغليو لیکل شویو او چاپ شویو سوداګریزو خبرتیاوو (تجارتي اعلانونو) خو څه مه وایه ، هغه خواران ملامت نه دي ، کوزه پښتونخوا خو له پخوا نه پختون د خره په (خ) لیکي .
 بیا هم په ریښتینې درته وایم چې ما لا تر اوسه په وطني تلویزیونونو کې داسې ویاند یا نطاق ندی موندلی چې د سر نه تر پایه ټول خبرونه یې بې له غلطۍ لوستي وي . البته په نطاقۍ یا ویندویۍ د ګمارلو لپاره چې کوم معیارونه په نظر کې نیول شوي دي ( غوړ سر ، د اوسپنې چپه ګردن ، غټه نیکټایي او د هرې کلمې د ادا سره د بدن د یوه مخصوص غړي ښورول  Body Language) دا ځوانان په هغه معیارونو ښه برابر دي ، علم او پوهه خو اوس کوم معیار ندی.
د همدې ناخوالو له امله د راپیدا کیدونکي سرخوږي نه د ځان ساتلو لپاره څو څو ورځې  خبرونه هم نه ګورم او نه اورم ، خو کله نا کله راته داسې سودا پیدا شي چې هسې نه دولت اعلان کړی وي چې د ښې حکومتدارۍ د پلي کولو په موخه د حکومت وزیرانو ، رئیسانو او ټولو جګپوړو او ټیټ پوړو چارواکو خپل د کار دفترونه پرې ایښي او په سړکونو او واټونو کې عامه وګړو ته د اسانتیاوو برابرولو په خاطر د جیبونو له تالاشي کولو تیرشوي او رأساً کورتۍ ګانې او واسکټونه د وطنوالو له اوږو ښکته کوي. نو زه چې (د شیطان غوږونه دې کاڼه وي) د حکومت سره هیڅ داد او معامله نه لرم که په داسې ورځ له کوره ووتم خوشې په خوشې به له خپلې اسلامي کورتۍ نه لاس په سر شم .  
د همدې سودا او تشویش له وجې مې ډیره موده پس پرون  بیا د افغاني تلویزیونونو له خولې د خبرونو اوریدو ته مخه کړه او د یوه خصوصي تلویزیون د ماښام د اوه نیمو بجو خبرونه مې اوریدل  چې د عامه پوهاوي یوې خبرتیا ته چې خصوصي تلویزیونونه یې د تجارتي اعلان په بڼه نشروي ځیر شوم ، په دې اعلان کې خلک د کوکنارو د کر کیلې په ځای د اسلامي خوراکونو کرلو او رواجولو ته هڅول کیږي .
هو اسلامي خوراکونه !
دلته د منلی صاحب د لیکنې یوه جمله کټ مټ هماغسې رانقلوم لکه څنګه چې ده لیکلې ده .  د دغه ( اعلان متن به ضرور کوم خلاق لیکوال لیکلی وي، یوه عالم اېډېټر به کتلی وي، د غره په شان یو ستر نطاق به لوستی وي) خو خلاق لیکوال د اسلامي خوراکونو په متعارف کولو کې له خپل خلاقیت نه ندی تیر شوی .
(( که زما څوک اوري دغه پورته یاد شوي درې عالمان ( لیکوال ، ایډیټر او ویاند ) د ژورنالیستیکي ادب د انحطاط د لمړۍ درجې مډال مستحق دي چې په سینه یې ورته وځړول شي )).
اسلامي خوراکونه !  چې ضد یا عکس به یې زه در وپیژنم – کفري خوراکونه .
په خوراکونو کې حلال خوراکونه او حرام خوراکونه مونږ پیژندل خو په اسلامي او کفري دستو د خوراکونو ویش یا کلاسیفیکیشن را ته بیخي نوې خبره ده .
په دې کې شک نه شته چې زمونږ هیواد یو اسلامي هیواد دی او په تیرو څو لسیزو کې په دې هیواد کې په لسګونو زره سرونه د اسلام او کفر په نامه له تنې جلا شوي دي، دلته هر چا او هرې ډلې په خپله خوښه او په خپله فتوا ډیر خلک له خدای ورکړي ژوند نه محروم کړي دي خو اوس هم د ( ولغضالین ) او ( الهم مصخلې ) ملایان په منبر او محراب قابض دي.
صاحبزاده .       کابل – د زمري ۲۵