
روهي (يوه نۍ/١٨مه د وږي)، واشنګټن کې د فدرالي ادارې څارنوالانو ويلي، د ماریا بوتینا په نوم د یوې روسۍ تورنولو کې تېروتي يو.
پر ماريا تور لګېدلی و، چې د امریکا یوه اداره کې یې د دندې د ترلاسه کولو لپاره د جنسي اړيکې غوښتنه کړې وه.
فدرالي څارنوالانو تېره جمعه يوه محکمه کې ومنله، چې دوی د ماريا او د هغې د ملګري ترمنځ له پیغامونو غلطه معنا اخېستې وه.
ماريا اوسمهال د ویرجنیا الکساندریا کې توقيف ده او دې ته انتظار باسي، چې امريکايي محکمه روسي حکومت ته د هغې د غیر رسمي جاسوسۍ د تورونو اړوند پرېکړه وکړي.