سفير صاحب ته !!

د لا فرهنګۍ ، لا کلتورۍ و او لادینۍ د منظرې یو بل انځور چې زمونږ ګران سفیر له خپلې ګرانې او معززې میرمنې سره په ډیر ویاړ باندې اخیستي دي او دنړیوالو ته دا ښکاره کوي چې زه ( دافغان اولس په استازیتوب) دادی تاسو ته سوچه افغاني فرهنګ او کلتور وړاندې کوم .. او غواړي چې په دې صحنې ښودلو سره ځان د امریکا او د غرب په کلتور باندې پوه او مین معرفي کړي او دا ورته وښییي چې مونږ څومره فلیکسیبل یو او غواړو چې د امریکا کلتور ، هغه کلتور چې خوسا شوی او له بوی څخه یې امریکایان او غرب په سخته راغلي او نه غواړي نور ددې کلتور د سیوري لاندې ژوند وکړي ، په خپله ټولنه او ورځني ژوند کې پلی کړو ..
خو سفیر صاحب تا ته به نه وي مالومه او یا هم درته مالومه ده او تجاهل کوې، خو نه پوهیږم چې د سفارت ماڼۍ په کومه نشه مست کړی یې چې له دې حقیقت څخه تښتیدو ته اړ شوی یې چې د افغان تاریخ په وینو لیکل شوی او په وینو ساتل شوی او دا رنګه قوارې لکه ستا چې ده پکښې ډیر په بدو الفاظو او بدو تورو او د هر چا له خوا رټل شوي او محکوم شوې دي .. هیڅ افغان به تاته ددې عمل په کولو سره آفرین ونه وایي کوم چې تا ترسره کړی او هغه هم په داسې یوه ځای کې چې له هغه ځآی څخه د افغانستان د ملت استازیتوب کیږي او ته ښاغلی یې استازی یې. د استازیتوب دنده به ښایي ته له ماڅخه ډیره ښه وپیژنې ځکه چې دا نهه کاله کیږي چې ته د نړۍ د زبرځواک او سفاک په هیواد کې سفیر یې او هلته ددغه اسکیرلي اولس مسلې او معضلې په دیپلوماتیکه لاره څیړې او پرمخه یې بیایې ، خو زه داسې انګېرم چې ستا د دندو په لایحه کې به دا درته لیکل شوي وي چې ته دې داسې محافل د سفارت دننه جوړوه او بیا پکې د اصیلو افغاني میندو او خویندو استازیتوب په داسې چا کوه چې هغه دلته په دوه روپۍ هم نه ارزي او نه یې څوک پوښتنه کوي بلکه د حیا ، عزت ، ناموس او د غیرت په کتابونو کې ورته هیڅ کوم ځآی نده ورکړل شوی او تل رټل شوي .
خانم مژده چې په کانګرس کې پروسږکال یو دوه بیهوده او له لهو او لعب څخه ډکې سندرې وویلې او په خپلو کرشمو یې د افغاني متزلزلو او مذبذبو تجارانو پاملرنه ځانته کړه ، نو یې خریداران ډیر شول او د څو روپو په بدل کې یې واخیسته او دلته اوس د اعلاناتو ترڅنګه چې پرې ډکوي یې نور .....؟؟؟ اوس هغه هم د ډیرې توجه وړ ګرځیدلې او بازار یې ډیر ګرم ده ځکه حکومت د همداسې خلکو څخه جوړ دی چې تمدن په سندرو او شرابو کې ویني، هغه آغلې هم په دې محفل کې ځلیږي او په ډیر ویاړ سره همدا جواد خان یې په څنګ کې ولاړ ده او عکس یې اخیستی.. چې لدې څخه دا معلومیږي چې هغه ډیره د ویاړ او برم څخه ډکه ده چې انځور کشل ورسره یو تلپاتې یادګار کیدلای شي ...
سفیر صاحب ! د ویاړ ځآی ندی ، که ته لږ ځیر شې او ضمیر سره دې لږ محاسبه وکړې نو دا ډیر شوم کار دی ، والله د تاریخ په پاڼه دې ځآنته ډیر ښایسته نوم وګاټه ، هغه نوم چې یوه بل دولتمرد نشوای کولای په ډیرو پړاوونو وهلو سره یې هم لاسته راوړی وای ، خو دا ستا خوشبختي ده چې تا په دومره کم وخت او کم عمل سره لاس ته راووړ.
د یوه سیاستوال او بیا داسې څوک چې له هیواد څخه په بهر کې د ټولنیزو ، کلتوري ، مذهبي ، او اخلاقي معیارونو او بنسټونو ښکارندویي او ترجماني کوي ، هغه ته په کار ده چې خپل اخلاقي تعادل په داسې یوه مرکز کې وساتي چې هغه وروسته والی او شاته والی ونلري ، که څنګه سفیر صاحب ؟؟ رښتیا وایم او که اوتې بوتې وایم ؟ شکسپیر ویلي دي چې په حق عمل کول تر دې ډیره سخته ده چې پر علم عمل وکړۍ ،، رښتیا یې ویلي دي نن ته هم علم به لرې ، له پوهنتونونو څخه به دې دیپلومونه او لاسوندونه ترلاسه کړې وي ، خو د حق او باطل په پیژندلو کې ډیر پاتې راغلی یې ، او نشې کولای حق او باطل سره تفکیک کړې او په هغه لاره لاړ شې کومه چې عقل او ټولنیزو اصولو کره او مناسبه ښودلې وي .
داسې یوه ټولنه لکه د افغانانو ، په دې کې تا ته په کار وه چې تا له ډیر متانت څخه کار اخیستې وای هغه داسې چې ستاسو دنده ښه معلومه ده او تا باید په امریکا کې هغه کلتوري او فرهنګي کارونه ترسره کړي وای کوم چې کیدای شي زمونږ د وطن او خاورې د اصیل فرهنګ او کلتور ښکارندویي کوي ، تا به په امریکا کې فرهنګي کارونه ترسره کړي وای او په هغه کې به دې خپل اصیل فرهنګ ښودلی وای ، نړۍ والو ته به دې په ډاګه کړې وای چې مونږ اصیل یو ، هغسې نه یو کوم چې تاسې مونږ ته فکر کوۍ ، خو دغې زاویې ته تاسو ۳۶۰ درجې تغیر ورکړ او زمونږ خوارو او غریبو په کلتور او فرهنګ دې داسې ملنډې ووهلېچې د همیش لپاره دې مونږ ته یو عار پریښود.
تا خو کولای شوای چې دا کارونه بهر په پارک کې ترسره کړې ، تا کولای شوای په کوم رستوارنت کې یې ترسره کړې ، او یا به دې په خپل کور کې دا رنګه محفل جوړ کړی وای او د خپل زړه بړاس به دې ویستلی وو، دیته څه حاجت وو چې د رمضان د مبارکې میاشتې په شپو کې دې دا ناوړه عمل ترسره کړ.. او یا دا چې ایرانیزم سحاب وهلی یې او تا ته به یې هم کومه تمه درکړې وي او هغو ته به مارکیټینګ کوې ځکه چې زمونږ د بهرنیو چارو اداره او د کلتور وزارت د ایران د کسری له لوري اداره کیږي نو ځکه خو مونږ ته اړتیا نسته چې خپل ستوني وشکوو.
عبدالبصير عتيق زی