د شمالي کوريا د تاسيس ٧٠يمه كاليزه ولمانځل شوه

روهي (يوه نۍ/١٨مه د وږي)، شمالي کوریا په پراخه کچه د خپل هېواد د تأسیس ٧٠یمه کالیزه ولمانځله، خو خپل هغه قاره ویشتونکي بالسټیک توغندۍ یې ونه ښودې، کومې چې له امله يې پر دغه هيواد نړیوال بندیزونه لګول شوي دي.
 
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون نن یکشنبه سهار د خپل هېواد د تاسيس ٧٠يمه كاليزه کې په داسې حال کې ګډون وکړ، چې پوځیان، توپونه او ټانکونه په پلازمېنې پیونګ یانګ کې د لوژ له مخې تېرېدل.
 
کیم جونګ اون دغو مراسمو کې چې د شمالي کوریا د دوستو هېوادونو جګ پوړو استازو هم پکې برخه اخيستې وه، وینا ونه کړه.
 
ویل کېدل، چې د چین ولسمشر شي جین پینګ به هم دغو مراسمو کې ګډون وکړي، خو چین د خپل هېواد د پارلمان رئيس پیونګ یانګ شمالي کوريا ته ولېږه.