اوباما: که له روان حالت څخه ونه وځو، حالات به نور هم خراب شي

روهي (يوه نۍ/١٨مه د وږي)، د امریکا مخکني ولسمشر بارک اوباما د خپل ډیموکراټ ګوند د غړو ټاکنيز کمپاین کې د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ضد سختې خبرې وکړې.
 
بارک اوباما پرون شنبه کلیفورنیا کې وویل، چې موږ يوه ستونزمن حالت کې قرار لرو او که له روان حالت څخه ونه وځو، حالات به نور هم پسې خراب شي.
 
د بارک اوباما دغه ټاکنيزې هلې ځلې غیرمعمولي ګڼل شوي، ځکه د امریکا ولسمشران د خپلې ولسمشرۍ ترپای ته رسېدو وروسته عموماً پر بل ولسمشر انتقاد نه کوي او ‌‌‌‌‌‌ډېری وخت له سیاسي هلو ځلو پرهېز کوي.