مصر: يوې محکمې ۷۵ تنه په اعدام محکوم کړل

روهي (يوه نۍ/۱۸مه د وږي)، مصر کې یوې محکمې پرون شنبه ۷۵ کسان په اعدام محکوم کړل.
 
دغو کسانو کې د اخوان المسلمین ممنوع شوې ډلې یو شمېر مشران هم شته.
 
دغه کسان ۲۰۱۳م کال کې د اسلامپالو په اعتراضي تحصن کې په دخالت محکوم شوي، چې هغه مهال ددغو اعتراضونو د ماتولو په هدف د مصر د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې سلګونه کسان ووژل شول.
 
دغه راز مصرۍ محکمې فوټو ژورنالېسټ محمود ابو زید په ۵ کاله بند محکوم کړ، کوم چې د ۲۰۱۳م کال په اګسټ کې نیول شوی و.
 
هاخوا د بخښنې نړیوال سازمان د مصرۍ محکمې دغه حکم په عدالت ملنډې وهل بللي او د مصر حکومت ته یې ویلي، چې نړۍ د دوی کړنې ویني.