
روهي (نۍ/۱۷مه د وږي)، د هند بهرنیو چارو د وزارت لوړ رتبه ډیپلوماټ «وجی ګهوسلې» راتلونکې اونۍ کابل ته راځي.
هندۍ رسنی وايي، چې ګهوسلې به له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره د افغانستان د روان وضعیت، د سولې د پروسې او د ۷ تښتول شویو هندي انجینرانو د خلاصون لپاره پر روانو هڅو خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې، دا هندی ډیپلوماټ به له افغان مشرانو وغواړي، چې له خپلمنځي اختلافاتو تېر شي او پر طالبانو تمرکز وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو تېره پنجشنبه نوي ډهلي کې له هندي مقاماتو سره د افغان سولې د پروسې په تړاو بحث کړی او هندي لوري ته يې قطر کې د امریکايي مقاماتو او طالب استازو ترمنځ د خبرو په اړه جزئیات ورکړي.