انټرنيټي غلو د برتانيا هوايي شرکت د ۳۸۰۰۰۰ مشتريانو د بانکي کارتونو معلومات غلا کړي

روهي (نۍ/۱۷مه د وږي)، د برتانيا هوايي شرکت نن اعلان وکړ، چې انټرنيټي هيکرانو ددغه شرکت پر معلوماتي سيستم بريد کړی او د ۳۸۰۰۰۰ مشتريانو د بانکي کارتونو معلومات يې غلا کړي دي.
 
د انټرنيټي غلو دغه بريد دوې اوونۍ دوام کړی، چې د تېري اګست په ۲۱ مه پيل او د روانې سپټمبر تر پنځمې نېټې يې دوام کړی، خو د پاسپورټونو او سفرونو معلومات له ګواښ سره نه دي مخ شوي.
 
د برتانيا هوايي شرکت خپلو مشتريانو ته ويلي، چې له خپلو بانکونو سره په اړيکه کې شي.
 
هاخوا د جرايمو ضد د برتانیې ملي ادارې ويلي، چې دوی له دې پېښې خبر دي او په اړه به يې اقدامات وکړي.