اسرائیلي پوځيانو د فلسطينانو د پراخو لاريونو پرمهال یو فلسطینی وژلی

روهي (نۍ/۱۷مه د وږي)، اسرائیلي پوځيانو پرون جمعه غزې تراډه کې د فلسطينانو د پراخو اعتراضونو پرمهال یو فلسطینی وژلی او شاوخوا ۲۰۰ نور يې ټپيان کړي دي.
 
غزه کې روغتیايي سرچینو رویترز ته ویلي، چې وژل شوی فلسطینی یو ۱۷ کلن هلک دی.
 
عیني شاهدانو ويلي، فلسطیني لاريون کوونکو پر اسرائیلي پوځيانو د ډبرو ګزارونه وکړل، خو د اسرائیل پوځ بیا وايي، چې د معترضانو له منځه پر دوی لاسي بمونه هم غورځول شوي دي.
 
له تېرې مارچ میاشتې له پيله تراوسه غزه کې اسرائیلي پوځيانو ۱۷۳ فلسطینیان د لاريونو پرمهال وژلي او سلګونه نور يې ټپیان کړي دي.
 
د دواړو لوريو ترمنځ د تاوتریخوالي دغه تازه څپه کې یو اسرائیلي پوځي هم وژل شوی دی.