سپاه پاسداران: ۶ کردي وسله وال مو وژلي

روهي (نۍ/۱۷مه د وږي)، د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي وایي، د کردستان د خپلواک ژوند ګوند ۶ غړي يې وژلي دي.
 
د سپاه پاسدارانو ډلې ويلي، دغو کسانو تېره جولای میاشت کې هغه برید کې لاس درلود، چې د عراق پولې ته څېرمه د ایران پر یوې پوستې ترسره شوی و.
 
يادې ډلې زياته کړې، چې د تېري جولای پر ۲۰مه د ياد ګوند غړو د ایران لس سپاه پاسداران سرتېري وژلي وو.