
روهي (نۍ/۱۷مه د وږي)، د عراق بصره ښار کې لاریون کوونکو د ایران قونسلګرۍ ته اور واچاوه.
بصره ښار کې دغه لاریونونه وروسته تر هغه په نښتو واوښتل، چې لاریون کوونکو پر حکومتي ادارو بریدونه وکړل او پټرولي بمونه یې پرې استعمال کړل.
دغو نښتو کې تر اوسه یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.
لاریون کوونکو د شعیه ګانو پر یو مرکز هم برید کړی، چې خلک یې پکې ټپیان کړي دي.
ددغو لاریونونو موخه عراق کې د اداري فساد، رشوت اخېستو او وزګارۍ پر ضد ږغ پورته کول ښودل شوي دي.