فلیپو ګراندي: افغان کډوال به د تل لپاره پاکستان کې پاتې نه شي

روهي (نۍ/۱۷مه د وږي)، د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو ستنېدل په افغانستان کې له دايمي سولې او سره تړاو لري.
 
فلیپو ګراندي دا خبره پرون جمعه اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر کتنې وروسته وکړه.
 
ګراندي ویلي، چې افغان کډوال به د تل لپاره پاکستان کې پاتې نه شي، خو هغه مهال خپل هېواد ته ستنېدلی شي، چې په افغانستان پراخه سوله او ثبات حاکم وي.
 
نوموړي په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی، چې دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو ټاکل شوې قانوني موده د روانې سیپټمبر میاشتې تر پايه ختمېږي.