ملګري ملتونه: پر ادلب پيل شوي بريدونه به بشري ناروین رامنځته کړي

روهي (نۍ/۱۷مه د وږي)، زرګونو کسانو د سوریې ادلب کې د ولسمشر بشار الاسد ددې پریکړې پرضد اعتراض وکړ، چې پر دې ولایت برید کوي.
 
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې پر ادلب پيل شوي بريدونه به بشري ناروین رامنځته کړي.
 
اعتراضونه پرون جمعه ناوخته وروسته تر هغه پیل شول، چې د ایران او روسیې مشرانو له یوې ورځنۍ غونډې وروسته وویل، چې دوی د بشار الاسد د رژیم حمایت کوي، ترڅو ادلب چې د یاغیانو وروستی پياوړی مرکز بلل کيږي، ونیسي.
 
هاخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اروغان هم دغه غونډه کې ګډون درلود، خو هغه له دې سره مخالفت وکړ، چې پر ادلب دې برید وشي.
 
پر دې سربېره چې د تهران غونډه کې درې واړه مشران یوې موافقې ته ونه رسېدل، خو د جګړې څارونکي خبر ورکوي، چې د روسیې او سوریې هوایي ځواکونو د ادلب شاوخوا بمبارۍ پیل کړي او داسې ښکاري، چې دا د بشار الاسد د رژیم له لورې د جګړې پیلامه ده.