د ټرمپ د کمپاین مخکنی سلاکار په ۱۴ ورځني بند محکوم شو

روهي (نۍ/۱۷مه د وږي)، د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کمپاين مخکنی سلاکار جورج پاپادوپولوس وروسته له هغې په ۱۴ ورځني بند محکوم شو، چې FBI ته د دروغ ویلو تورونه پرې ثابت شول.

د امریکا د کورني امنیت چارواکي ويلي، چې جورج له روسیې سره د پټو اړیکو په لرلو هم تورن و.

جورج هم له هغې ډلې شمېرل کیږي، چې د ټرمپ په بریالیتوب کې یې کليدي رول درلود.