
روهي (پنځه نۍ/۱۵مه د وږي)، د امريکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې يوه تازه خپاره شوي مطلب ويلي، افغان چارواکي په دې باور دي، چې د حقاني شبکې بنسټګر جلالالدین حقاني لږ تر لږه څلور کاله مخکې مړ شوی، خو طالبانو ددې خبر د خپرېدو لپاره مناسب وخت ته کتل.
نیویارک ټایمز زياته کړې، چې د حقاني د مرګ خبر ښایي پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سفر سره ارتباط ولري.