
پښتو ژبه کې يو شمير داسي د څو ماناوو لرونکي يا څومانیزه لغاتونه شته چې د ليکلو بڼه يې يو رقم وي، خو کله چې جملو کې وکارول شي، مانا يې بدلېږي. د مثال په توګه لکه کوټه، غور، تير، خوږ، سر، لور، مټ او داسي نور....
لازمه داده چې د پښتو ژبې د ټولو څومانيزو يا د څو ماناوو درلودونکو لغاتونو په هکله، بېلابېلې ليکنې او بحثونه وشي، زه يې پيل له (مټ) کلمې يا لغات څخه کوم.
مټ په يو شمير پښتون ميشته سيمو کې په واو (و) جمع کېږي، يعني مفرد ته مټ او جمع ته يې مټو وايي؛ ځينو سيمو کې په دوه سترګې هي (ه) جمع کېږي، مفرد ته مټه او جمع ته يې مټې وايي.
دلته د يو شمير ويناوو، مقالو، راپورونو، لنډو کيسو، ناولونو، شعرونو او لنډيو، داسي مثالونه لوستلی شئ چې د مټه، مټې، مټ او مټو کلمې، د ليکلو بڼه پکي يو ډول ده، خو ماناوي يې بېلابېلې دي. مثلا:
محمد خالص ادیب، يوې لنډې کيسې کې ليکلي:
«کله چې د پرستارې په نازکو سپینو جامو کې سینو او غوښنو اندامونو د قدم اخیستلو پر مهال حرکت کولو، د افتخار درد مرد هېر شو، همداسې یې سترګې په کې ګنډلې پاتې وې، دې یې لوستوڼی ور پورته کړ، په تور تیکه یې مټه ور وتړله، پېچکاري یې را واخیسته...»
د ښاغلي اديب، د لنډې کيسې پدې برخه کې د لاس له څنګلې څخه تر اوږې پوري برخه مټه بلل شوې، خو عابد لويال، سنګارتون په نوم لنډه کيسه کې د لاس همدا برخه مټه نه، بلکې مټ يې بللی دی؛ نوموړي ليکلي:
« نرسه راغله ستن یې په مټ کې را ووهله جمال ته یې څه وویل خو ما سم نه واورېدو...»
ارواښاد نصير احمد احمدي هم د لاس همدا برخه مټ بللی، نوموړي د اغزن سيم په نوم ناول کې ليکلي:
« په مور پسې مې سترګې ور غړولې، زړه مې خولې ته راغی، مور مې د پاڼ پر ژۍ ولاړه وه، ځګنو اوبو ته يې کتل، د سپين ګرېوانه شکېدلې تراډې او تور خلاص وېښته يې باد يوې، بلې خواته سره اړول.
پلار مې تر مټ ونيو، جټکه مې ورکړه، ور ويې کتل، يوه تېره چيغه يې تر خولې راووته...»
ښاغلي احمدي په زرو ناول کې هم مټ کلمه کارولې ده؛ نوموړي ليکلي:
« زرو خوشاله وه، پر مټ يې کلکه چونډۍ راولګوله، په خوند يې وويل: انتخاب مې څنګه دی؟...»
دلته د يو شمير شاعرانو بيتونه راسره ولولئ، د لاس همدا برخه چا مټ او چا مټه ليکلې او جمع يې په واو (و) او اوږده يې (ې) کړې ده
ته پر کوربندي يې په پردي دستبند
زما هم پرديسۍ تړلي مټې دي
عصمت قانع
پاچا لاس د يو سرتېري پر مټ ايښی
وايې دا زما د تاج اصيل غمی دی
خو خبر يې چې د مرګ دربار ته راغی
پاچا وايي د سرتېرو څه کمی دی؟
اوس يې بل ځوان ده وسله را پورته کړې
بل سرتېری د پاچا د تاج غمی دی
پاچا ښه وايي لښکر کې څوک کم نه دي
خو زموږه په يارانو کې کمی دی
ما ته هم معلوم د خپلو مټو زور دی
نور به زه هم د پاچا د تاج غمی يم
خو که لاړم نو پر شناخته به مې ليکئ:
له ما لاړ شئ, زه نه ورکه, نه کمی يم
اسماعيل لاروی
وجود مې د یو چا د مټو ټینګه کړۍ غواړي
د ټولې ورځې کار دې وي یوه خوږه مچکه
شکېبا اصف لور
چې په سپینو مټو تورې څڼې تل کړي
د کابل ماښام د مشکو یر غمل کړي
ارواښاد سلیمان لايق
سپینې مټې غرڅنې د بام په سر ده
دا څه کفر دی! ګناه لري! وبال دی
شرر ساپی
«خوشحال خان خټک ته»
چېرې جنگ د سرنوشت او د مرچلې
چېرې مټې تاوول له ښکلو نجونو
ارواښاد سليمان لايق
والیبال کې چې به توپ پسې شوې پورته
خرپهار دی، اوس هغه مټې غوڅیږي
نعمان
مټې په اتڼو باندې مه شــــلوه
مټو ته دې تورې انتــــظار کوي
نواز خټک
مټې لوڅې گريوان خلاص څڼې پيچلې
د بربنډو يرغلگرو سره راغله
ارواښاد سليمان لايق
مثلاً هغه د تېر ژمي سړه شپه
چې د بندې اشه دارې مخته ناست وو
ستا څادر زموږ د دواړو پر اوږو و
ستا پر ښۍ مټه مې سر و لګولی
او بهر په رالوېدلو ژېړو پاڼو
د موسم لومړني واوره ورېدله
زمزمه غزل
کله چې شل کلنه وې
ومې ویل درسره مینه لرم
سر دې زما پر مټ کیښود زما لاس دې ټینګ ونیو
د جدایي ویرې اخیستې وې
شاعر:پابلو نرودا
ژباړه: علم گل سحر
جانانه غوړې څنې ګرځه
زه دې په مټ لکه بېرغ ولاړه يمه
لنډۍ
خت مې د مټ په سر سوری دی
ګنډی یې شم خو لونډان پرې زورومه
لنډۍ
اوبه اوبه ځواني مې نشته
تندرستې مټې مې غمو خوړلي دينه
لونگۍ چې په مټ باندي تکيه شي، لوېدلې نه ده.
متل
که څه هم اکثره پښتون ميشته سيمو کې خلک د انسان د لاسونو له خپړو څخه تر څنګلو پوري برخه مړوند يا ليڅه بولي او له څنګلې پورته تر اوږې پوري د لاس برخه مټ بولي، خو يو شمير ليکوالانو او شاعرانو برعکس له څنګلې څخه کښته تر خپړې پوري د لاس برخه مټ بللی دی. مثلا:
« ریدي چې دغه حال ولید نو هغه ساعت يې مخ ته نیغ ودرېد چې څو ورځې د مخه د کلي په لویه لار کې ماښام تیر د غوټۍ سره مخامخ شو. ریدي چې د غوټۍ تشو مټو ته وکتل نو په دواړو لاسونو يې د هغې مړوندونه ونیول او ویې ویل:
- غوټۍ سبا بله ورځ اختر دی او ستا تشې مټې!
غوټۍ خپل دواړه لاسونه د ریدي غاړې ته واچول او د هغه په سترګو کې يې خپلې سترګې ورښخې کړې اوبیا يې وویل:
- خیر څه وشو که اوس مې مټې تشې دي تا دې خدای لري په اختر کې خو به يې راته ډکې کړې...»
لنډه کيسه: بنګړي/ بريالی باجوړی
مټې مې ډکې د بنکړو کړه
سبا اختر دی زه بې يې تاته شرنګومه
لنډۍ
مټې مې ډکې له بنګـــــړو دي
د موزیګي په سر به یو یو ماتومه
لنډۍ
مټې دې ډکې د بنګړو کړه
شونډو ته رنګ د دنداسې ورکړه مينه
لنډۍ
پر دې خو ټول پوهېږو چې بنګړي، د ښځو او نجونو په مټو کې نه وي، بلکې په مړوندو کې يې وي، اما پورته لنډې کيسې او لنډيو کې داسي ښودل شوې چې ګواکي بنګړي په مټو کې وي.
ډيری نورو ادبي متونو، په خاص ډول شعرونو او لنډيو کې بيا له خپړې څخه تر څنګلې پوري د لاس برخه مړوند بلل شوی دی. مثلا:
مـاڼو
زه به نغمه شم د آدم ستا د مړوند پر بنګړو
ته راته وایه په ناز ناز د درخانۍ سندره
عبدالغفور لېوال
ستا پر مړوند وینمه ستا د بیلتانه خوبونه
جانانه بیا څه درنې شپې دي څه درانه خوبونه
درويش درانی
پښتو متونو کې مټ د (فقط) يا يوازي و يوازي په مانا هم کارېدلی.مثلا:
الف:
وخت نلرم، زه دې دونه نر شم چې په مټې تر ماښامه دا کار خلاص کړم.
ب:
« تاند ووبپاڼه کې مې د تېرې مياشتې پر اتلسمه د نافع همت پر (بالا-باره) وييکو(اداتو) د لنډ گنډ کښلی کمېنت په ترڅ کې د يو څه ارتې بيرتې کره کتنې نغوته (اشاره) کړې وه، خو مټې اوس مې دومره وخت وموند چې...»
مجاور احمد زيار
ج:
« په فسبوک کې مې څه ستونزه راغلې ده، پوسټونه په مټې ډېرو کمو ملگرو ته رسېږي. په علاج يې نه پوهېږم. په دې ریل گاډي کې شاوخوا څلوېښت زره ملگري سره ناست يو. که په کمنټونو کېږي، تاسې ورته کش شئ، که بله لاره لري، را ويې ښيئ، زه به يې غم وکړم.
ياهو!»
احسان الله درمل
ژوند هغه دی چې له تا سره تېرېږي
له تا پرته خو په مټې ګوزاره ده
سقيم
اوس په مټې ستا موسکا ته پاتې کېږي
د ګل پاڼې په شمال باندې تخنېږي
سقيم
پښتو ادبي و تاريخي متونو او ولسي و سياسي مجلسونو کې مټ کلمه د ځواک، زور او قوت لپاره هم کارېږي؛ مثلا:
د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر دوهمه نيټه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د جنوبي پښتونخوا په کوټه کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل:
« په خپل مټ يې ځينې ګټو دا خاوره، په خپل زور يې ځينې ګټو دا خاوره، کږې خولې په سوک سميږي...» د بګهت سينګ مشهوره وينا ده چې ويلي وو:
ژوند د خپلو مټو په زور کيږي، دبل په اوږو خو جنازې پورته کيږي.
بګهت سینګ
د وینو واټ، قصیدې څخه
لا د رزم گرمۍ شته دي، زموږ په مټو کې د ننه
لا زموږ په پښتون زړه کې، د "اېمل" وینه چلېږي
سليمان لايق
تر څو چې مو د مټو یو قوت جوړیږی نه
خبره مو ملګرو په قسمت سمیږی نه
اجمل خټک
د تاریخ د مینی پلار ته
د غیرت د وینې مور ته
د نیکه د شملې کور ته
خپلو مټو ته، خپل زور ته
دلته هر کار د غرض شو
دلته هر چم د نخرو شو...
اجمل خټک
پښتو ادبي و تاريخي متونو او سياسي بيانونو کې مټ د مرستې او وسيلې يا واسطې په مانا هم کارېدلی دی؛ د مثال په توګه د ۱۳۹۶ کال د غويي پر اتمه نيټه چې حکمتيار د اشرف غني په مشرۍ له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسليک کړ او کابل ته تر تللو مخکي يې لغمان کې خلکو ته وينا کوله، هلته يې طالبانو ته په خطاب کې ويلي وو: « طالبانو ته مو پیغام دا دی، چې راځئ سره کښېنو او دا مساله حل کړو، نور د پردیو په مټ پر افغانانو د حکومت کولو خوبونه پرېږدئ، ډېرو دا وازمایلو، چې ناکام شول، د تېرو څو لسیزو خونړۍ تجربې کافي دي، چې د زور له لارې څوک پر افغانانو حکومت نه شي کولای.»
د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر پر ۲۲ نيټه د مشال راډيو د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې د خيبر پښتونخوا د مردان يو پېژندل شوی سندرغاړی عرفان کمال مېلمه وو، نوموړي د مرکې پر مهال وويل: « د هنر په مټ په تش جيب باچا يم.»
پښتون ميشتو سيمو کې يو شمير ځايونه او توکي هم د مټه/مټې په نوم يادېږي، مثلا د سوات مټه؛ دا سيمه که هم مټه تحصيل، تحصيل مټه بلل کېږي، خو اوس د سوات په مټې مشهوره ده.
افغانستان کې په ډيری کليوالو سيمو کې د کوټو يا خونو د چتونو د تکيه کولو په هدف د کوټې په غولي کې يو لرګی يا تير داسي جګ درول کېږي چې يو سر يې په ځمکه او بل سر يې د کوټې له چت سره لګېدلی وي، تر څو چت ورباندي تکيه شي او ړنګ نشي، دغه تير يا لرګي ته يو شمير پښتانه، پايه او يو شمير نور ستنه وايي، خوست ولايت کې يو شمير پښتنې قبيلې دغه پايې يا ستنې ته مټه وايي؛ خوستيانو کې د ( تڼي مټه) په نوم کيسه ډيره مشهوره ده او آن د متل په توګه کارېږي او وايي د تڼي مټه مه ورڅخه جوړوئ.
يو شمير خوستيان د مخابراتي شبکو انتنونو يا پايو ته هم مټه وايي، مثلا:
الف: د افغان بيسم مټه
ب: د روشن مټه
د: د اتصالات مټه
يو شمير پښتون ميشتو سيمو کې د ښځو د کاليو د سنګار په هدف له مريو څخه جوړو شويو، هغو سنګار توکو ته چې د ښځو د جامو له اوږو سره کنډل کېږي، مټې ويل کېږي.
مټې په اتڼو باندې مه شــــلوه
مټو ته دې تورې انتــــظار کوي
نواز خټک
ځيني پښتانه د شړومبو غړکې يا زک ته مټۍ وايي، مثلا: د بي بي سي پښتو راډيو، د " اسرارو پرده" خپرونه چې عارفې عمر لور د کوچو په اړه ليکلې وه او د ۲۰۰۸ کال د سپټمبر په لومړۍ نيټه خپره شوه، د هغې خپرونې يوې برخې کې داسي ليکل شوي:
« دپردې تر شا دملالۍ مور په زګ ګړي (مټۍ) کې شړومبې شاربلې. پرده دار اوماشومان د ملالۍ د مورخوا ته ورغلل او په دې اړه يې له هغې وپوښتل...»
ارواښاد سعدالدين شپون ليکلي:
د ګلو به محشر و خو که ورېځې لږ سخي وای
که ستا د ټيکري پيڅکله وای زما به هم مستي وای
د تا د لاس سابه وای چې بې تبي مې خوړلای
د تا د مينې اور وای چې بې تبي مې خوړلای
ماښام مې د کټوۍ نه د شودو سوکي څټلای
سهار مې د مټۍ په ترشکن کوچو سبناری وای
شپون
ځيني پښتانه د خاورې د ذرو تر ټولو وړو ټوټو ته مټ وايي؛ د خاورې د ذرو له دغو وړو ټوټو څخه چې مټ بلل کېږي، کولالان د منګو او خټينو لوښو په جوړولو کې ګټه اخلي.
پدې اړه دا مثالونه هم ولولئ:
الف:
شکر چې دا سړک جوړ شو، پخوا به چې پر دې لار تېرېدلو په مټو به داسي سپيره ـ ميره وو.
ب:
دا کالي دې ولي په مټو سپيره دي؟
مټ کلمه ژورناليستان د خبرو کولو او خبر ليکلو پر مهال د (وسيلې يا آلې) پر ځای کاروي، خو کيسه هغه وخت خرابه شي چې دوی د (په) او (پر) سربلونه بيځايه وکاروي!
ممکن يو شمير ژورناليستانو ته به (په) او (پر) يو ډول ښکاري او فرق به يې نه کوي او يا به د يوه پر ځای بل کاروي؛ ځکه يې خبري متن په ځانګړې توګه ليډ دومره پيچلی شي چې آن خپله مانا بدله کړي.
(په) د ظرفيت او اليت لپاره کارول کېږي او (پر) د استعلا يا لوړوالي لپاره کارول کېږي. مثلا:
اجمل يې په موټر ووهی؛ ددې جملې هدف دادی چې يو چا يا قصدآ يا په تيروتنې سره اجمل په موټر وهلی دی.
خو که داسي وليکل شي چې اجمل يې پر موټر ووهی. مانا يې داده چې اجمل ته ويل شوي چې په موټر کار مه لره، خو هغه يا کار په درلودلی يا يې له اجازې پرته چلولی او غبرګون کې يې مقابل کس اجمل ډبولی دی چې ولي دې په موټر کار درلود.
د ۱۳۹۹ کال د کب پر ۲۱ نيټه، د کابل نهمې امنيتې حوزې اړوند څلورم مکرويانو سيمه کې د ايران سفارت، د کارکوونکو پر موټر بريد شوی وو، همهغه مهال يو شمير رسنيو ليکلي وو:
«کابل کې د ايران سفارت د کارکوونکو په موټر بريد شوی»
ددې جملې په لوستلو سره انسان فکر کوي چې د ايران سفارت د کارکوونکو د موټر په وسيله پر يو ځای يا يو چا باندي بريد شوی دی؛ که دا جمله داسي ليکل شوی وای چې کابل کې د ايران سفارت د کارکوونکو پر موټر بريد شوی؛ بيا به هر څوک په اسانۍ سره پوهېدلی چې يو چا د سفارت د کارکوونکو پر موټر بريد کړی.
د روان کال د سلواغې پر ۲۵ نيټه چې د جرمني په مونيخ ښار کې يو افغان پناه غوښتونکي خلک په موټر ووهل، يو شمير رسنيو يې په اړه داسي ليکلي وو:
« مونيخ کې د موټر پر مټ بريد شوی»
ددې خبري ليډ يا سرليک په لوستلو سره څوک فکر کوي چې مونيخ ښار کې د موټر پر يوې څنډې يا برخې بريد شوی دی، خو حقيقت دادی چې بريد پر موټر نه، بلکي د موټر په وسيله پر خلکو شوی وو.
زما په نظر تر ټولو روان، واضح او عام فهمه ليډ دا دی:
مونيخ کې د موټر په وسيله پر خلکو بريد شوی دی.
هيله ده چې ژورناليستان ملګري د خبر ليکنې په برخه کې د څومانيزو کلمو له کارولو څخه ډډه وکړي او که غواړي چې مټ ته ورته څومانيزه لغاتونه وکاروي، بيا دې د (په) او (پر) سربلونو يا په اصطلاح کلمو سمې کارونې ته لومړيتوب ورکړي.
حقوقي برخه کې هم که دې ډول بارېکيو ته پام ونشي، ددې برخې فعالان او مراجعين يې له سرخوږي او سرګردانۍ سره مخ کېدای شي.