
که د معدنیاتو په استخراج او خرڅلاو هیوادونو پرمختګ کولای نو اوس به افریقا له امریکا او اروپا ډیره مخکې وه خو برعکس افریقا لاهم د لوږې او بیچارګۍ څخه خلاصه نده.
د معدن استخراج او استعمال د هغوی لپاره ګټور وي چې په خپله یې د خپل تولید لپاره استعمال کړی. د نړۍ نننی رقابت دطبیعي زیرمو پورې تړلی دی. که مونږ خپل معدن بل ته ورکړو او هغوی پرې اسلحې او نور لوازم جوړوي چې بېرته مونږ په خپلو معدني موادو ووژني په حقیقت کې د معدن استخراج د بل چا د اقتصادي ماشین د چلولو لپاره داسې مثال لري لکه د دوښمن مرمۍ ته چې باورت ورکړي.
د معدني موادو خرڅلاو په موقت ډول اقتصادي تقویت ورکولای شي خو هیڅکله مو د نورو له احتیاجه نه خلاصوې . په افغانستان کې د معدنیاتو له سالم استخراج سره کیداي شي چې وطن دتل په پار له اجتماعي او اقتصادي بحران څخه وباسي. دې موخې ته د رسیدو په خاطر د اسلامي امارت مشرانو ته پکارده چې یواځي خپلې ملي ګټې په پام کې ونیسې او د معادنو په استخراج کې له هغه شریکانو او شرکتونو څخه ځان وساتي چې خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوې.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یوشمیر غربي هیوادونه تلاش کوې چې د قراردادونو په واسطه د افغانستان پر معادنیاتو قبضه وکړې ترڅو ځانته پرې اقتصاد راجوړ او ګټه ترلاسه کړې، چې له ښه مرغه د افغانستان اسلامي امارت دې ډول مسايلو ته په کلکه متوجې دی او پاملرنه لري.
پرته له شکه په تیر حکومت/جمهوریت کې د معدنیاتو د استخراج په برخه له ځینو شرکتونو او هیوادونو سره شوې قراردادونو کې پراخه فساد شوی او هیڅ دافغانستان په خیر نه دي.
افغانانو ته پکاره ده چې د طبعې سرچینو څخه پخپله استفاده وکړې او هغه توافقات چې له غربیانو سره شوې دي باید لغوه شي . د طبعې زیرمو څخه د موثرې ګټې اخیستنې دپاره اړینه ده چې دغرب پرځای له نورې نړۍ سره مشترک کار وشي او دا کار به دطبعیې منابعو په استخراج کې خورا مهم رول ولري، دبیلګې په توګه له بریکس هیوادنو او شانګهاي سازمان سره ګډ کار کول کولاي شي چې افغانان له طبیعې زیرمو څخه د خپل هیواد په نفعه کار واخلي . اوس هم سري وخت دی افغان چارواکو ته پکارده چې له طبعې زیرمو څخه د موثرې استفادې دپاره په کور دننه کار وکړي او په دې لاره کې له هرې ممکنې وسیلې څخه کار واخلي . که د طبعیې زیرمو استخراج ته جدي توجه ونه شي افغانستان به هیڅکله خود کفا او له فقره خلاص نشي.